د کابل دکرنې رياست سکټوري غونډه دائره شوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۶ - ۱۵:۳۱
د کابل دکرنې رياست سکټوري غونډه دائره شوه


۶ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۳۰ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې د کابل د کرنې ریاست سکټوري غونډه د کابل د کرنې رئیس په مشرۍ د دغه ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
د کرنې او کلیو پراختیا سکټور میاشتنۍ غونډه د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې جوړه شوه، په پیل کې د کابل ولایت د کرنې ریاست رئیس د خلکو او بزګرانو او  بڼوالو ته د کرنیزو خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه چې د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د مؤسساتو لخوا ترسره شوي خبرې وکړې.
 ورپسې د مؤسسو  استازو  د خپلو کارونو او ستونزو په اړه خبرې وکړې او د کابل د کرنې ریاست څخه یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه. 
  د يادونې وړ ده، چې ياده غونډه د کابل د کرنې رياست سره د بېلابېلو دولتي سکټورونو او همکارو بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه او د فعاليتونو پر لا زياتې همغږۍ  هم خبرې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت