د ننګرهار د کانال رياست: د اته میلونه افغانیو په لګښت د کبانوحوضونه جوړ او ګټې اختسنې ته وسپارل شول

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳ - ۱۴:۵۸
د ننګرهار د کانال رياست:  د اته میلونه افغانیو په لګښت د کبانوحوضونه جوړ او ګټې اختسنې ته وسپارل شول


۳ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۷ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د ننګرهار دکانال رياست چارواکي وايي، چې ددې رياست اړوند دويم فارم کې د اته میلونه افغانیوپه لګښت د کبانوحوضونه جوړ او ګټې اختسنې ته وسپارل شول.
د کانال رياست د چارواکو په خبره، د ننګرهارکانال ریاست دويم فارم کې په هغه ځمکه چې کلونه کلونه ترې ګټه نه اخستل کېده، اوس پرې د فردوس مومند خصوصي شرکت له خوا د اته میلونه افغانیو په لګښت په ۱۷ جریبه ځمکه د کبانو دوه سترحوضونه جوړ او تېره ورځ د ننګرهارکانال رئیس مولوي غلام الرحمن کظیم، د ننګرهار دکرنې رئیس مولوي ستار، د یاد شرکت مسوولینو هر یو شاه محمود، حاجي ممتاز ، طارق ناصري ، قومي مخورو او نورو په لاسونو د پټۍ په پریکولو ګټې اخستنې ته وړاندې شول
د کبانو په دې دوو سترو حوضونو کې چې په ( ۸ جریبه او ۹ جریبه)  ځمکو کې جوړ شو دي، د ګراس او چینا ډولونو ۶۰ زره غوښن کبان روزل کېږی، چې په نږدې ورځو کې به د درنو هېوادوالو خدمت ته وړاندې شي.
دغه راز شاوخوا لس تنه په دې حوضونو کې په مستقيمه توګه او په سلګونه تنه په غیرې مستقیمه توګه په کاربوخت شوي دي. 
د کانال رياست د چارواکو په خبره د همدې ځمکو د اجارې له درکه ننګرهارکانال ادارې ته میلونونه افغانۍ عواید په لاس راځي، د سیمي ارزښت او د کبانو صنعت ورسره وده کوي او په پایله کې د کورنې او ملي اقتصاد پیاوړتیا لامل کېږي.
د دوی په خبره یاد شرکت ته ۶۰ جریبه ځمکه په اجاره ورکول شوی، په راتلونکو ورځو کې دغه شرکت پلان لري چې دوه نور ستر د کبانو حضونه هم جوړ کړي.
باید وویل شي چې د کبانو صنعت ته د ودې او پراختیا په پار ننګرهارکانال ریاست  په همدې دويم فارم ، څلورم او هډې فارمونو کې ۷۶ جریبه ځمکه خصوصي شرکتونو ته په اجاره ورکړي، دغو شرکتونو پرې د کبانو حوضونه جوړ کړي، او په پراخه پیمانه ترې کبان بازار ته وړاندې کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۰
Background image

افغانستان ته د ازبېکستان د کرنې د مرستیال وزیر سفر

۲۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ازبېکستان د کرنې مرستیال وزیر، ابدذکروف جمشید، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکارۍ د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۳۳
Background image

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د روسیې د ویسوټسک سوداګریز بندر څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون له ویسوټسک سوداګریز بندر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۳۱
Background image

خوست کې د تېلي بوټو کرکیلې په‌پار د ځمکې سروې ترسره شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم پر بنسټ، د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د تېلي بوټو د کرنې د پراختیا په موخه د مناسبو ځمکو د. . .

بازگشت