هلمند کې د ٧٨٠ تنو مالدارانو سره د مرستې لړۍ پیل شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳ - ۱۴:۶
هلمند کې د ٧٨٠ تنو مالدارانو سره د مرستې لړۍ پیل شوه


۳ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۷ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق 
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د "DCA" مؤسسې په تخنیکي او د "DAI" مؤسسې په مالي همکارۍ په مرکز لښکرګاه، ګرشک، سنګین، نوزاد او موسی کلا ولسوالیو کې د ٧٨٠ مالدارانو سره د حیواني خوراکې او حیواني درملو مرستې لړۍ پیل شوې ده.
په دې پروسه کې هر  مالدار ته د ٨٨٠ افغانیو معادل د حیواني ناروغیو ضد درمل او د حیواني خوراکې لپاره ٢٦٤٠ افغانۍ په نغدې ډول وېشل کېږي. 
په یادو ولسوالیو کې د مستحقو مالدارانو سروې د کرنې ادارې استازو ترڅنګ د ولسوالیو مسؤلینو او اړونده مؤسسې کارکوونکو لخوا په شفاف ډول تر سره شوې ده چې تر ډیره پکې بې بضاعته او د ټیټ اقتصاد لرونکي مالداران په نښه شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مهاله په مرکز لښکرګاه، ګرشک او سنګین ولسوالیو کې د وېش چارې بشپړ شوي دي او پاتې ولسوالیو کې به هم مستحقو کورنیو ته د وېش چارې پيل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت