د ننګرهار کانال رياست روغتيايي کلينيک سره د اړينو توکو مرسته وشوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳ - ۱۲:۲۸
د ننګرهار کانال رياست روغتيايي کلينيک سره د اړينو توکو مرسته وشوه


۳ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۷ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د ننګرهار د کانال رياست چارواکي وايي چې ددې رياست اړوند د هډې فارم روغتیايي کلینیک سره  د "UHI" مؤسسې له لورې د ۲۱ قلمه اړينو توګو مرسته وشوه.
 په مرسته شويو توکو کې د نسايي ولادي میز،  المارۍ، ستاتیسکوپ، د فشار الې، د اوبو ترموزونه، کثافتدانۍ او نور اړين توکي شامل دي.
دغه مرسته د یادې مؤسسې مرستیال ډاکتر نورحسن شېرزاد او د ننګرهارکانال ریاست رئیس مولوي غلام الرحمن په حضور کې  ددغې روغتیايي کلینک مسوول ډاکتر سید انور سادات ته وسپارل شوه.
د ننګرهار وادي کرنیزریاست رئیس مولوي غلام الرحمن د یادې مؤسسې له شوی مرستې مننه وکړه او ويې ویل : "موږ مو ډېر کم خدمت اوهمکارۍ ته هم د قدر په سترګه ګورو، ستاسو د مرستو له برکته زموږ د روغتیايي کلینک کارونه لا منظم او چټک شوي او ۸۰ سلنه مراجعینو راتګ دې روغتیايي کلینیک ته زیات شوی".
د هډې فارم اړوند روغتیايي کلینک ډېر کار ته اړتیا لري او اړینه ده چې دغه کلینیک ټول ملحقات لکه د انتظارخونه، چمن، مجهز کتنځایونه، تشنابونه، درمل او نور اړينې برخې يې سمبال شي.
د یادونې ده چې د هډې فارم په دې روغتیايي کلینیک کې اوس مهال د نسايي ولادي، واکسین، داخله، لابراتوار، تبرکلوز، کرونا، مور او ماشوم، غاښونو، جراحي او نورو برخو کې د پنځه تنه ښځینه ډاکترانو او  ۶ تنو نارینه ډاکترانو په واسطه خدمات هېوادوالو ته وړاندې کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد. . .

بازگشت