کندهار کې د قرنطیني آفاتو د کنټرول ستر مرکز پرانیستل شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۹ - ۱۵:۵۹
کندهار کې د قرنطیني آفاتو د کنټرول ستر مرکز پرانیستل شوه


۲۹ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۲ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت؛ د کندا فروټ کمپنۍ په همکارۍ دکندهار په ولایت کې د قرنطیني آفاتو د کنټرول یو ستر مرکز پرانیست.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عبدالرحمن راشد ددې مرکز په پرانیستغونډه کې ناروغۍ او افتونه هغه عوامل ووبلل، چې ۲۵ تر ۳۰ سلنه کرنیز محصولات ضایع او زیانمنوي، او د وارداتو او صادراتو لړۍ پرمخ یو جدي خنډ رامنځته کوي. ښاغلی راشد وویل: «دکرنې وزارت په خپل تشکیل کې د ناروغیو او افتونو دکنټرول او مخنیوي په پار بشپړ چمتووالی لري، چې یوه برخه یې په بندورو، هوایي ډګرونو او پولو کې د قرنطین اسټیشنونو موجودیت دی، چې د صادراتو او وارداتو د کیفیت د کنټرول په پار جوړ شوي دي.»
په همدې حال کې دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم هم سوداګرو سره د کرنې وزارت پر همکارۍ خبرې وکړې او ویې ویل: «ددې فومیګیشن په پرانیستلو سره انشاالله چې صادرات زیاتېږي او د محصولاتو د ضایعاتو مخه نیول کېږي. زموږ ننني غونډه ددې شاهد دی، چې دکرنې وزارت په خپلو کړنو کې په بریالیتوب پرمخ تللی دی او ددې ترڅنګ د اوبو د مدیریت په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري، چې بیلګې یې د کندهار ولایت د بولدک او شاه ولي کوټ په ولسوالیو کې د بندونو او چکډمونو جوړول دي.»
د قرنطیني افاتو د کنټرول او فومیګیشن دا مرکز د نږدې یو میلیون ډالرو په ارزښت په څلور نیم جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی، چې په یوه ورځ کې د ۷۰ تر ۷۵ کانټینرونو او سیارو محمولو د کاري تعقیم وړتیا لري.
کاري تعقیم، د محصولاتو د حفاظت او د مضره حشرانو او قرنطیني آفتونو پر وړاندې خوندي ځایونه دي، چې له امله یې محصولاتو ته ډېر زیانونه رسېږي.
دغه راز د مالونو او محصولاتو تعقیم شوی، تصدیق پاڼې د سوداګریزو محصولاتو له مهمو او اړینو اسنادو څخه شمېرل کېږي، چې په ډېرو هیوادونو کې یې شتون حتمي او ضروري چاره ده. 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت