د ننګرهار حصارک کې حيواني درمل پلورنځي وڅارل شول
۲۹ زمری ۱۴۰۱ه.ش
۲۲ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې رياست اړوند د مالدارۍ خدمتونو او څارويو روغتيا امریت مسلکي ټیم د ننګرهار حصارک ولسوالی کې دحيواني درمل پلورونکو هټيو څخه څارنه او کنټرول ترسره کړه.
د دغه کنټرول څخه موخه داده چې د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو پلور، په خپل سر د هټيو پرانستل او د غير قانونې درمل او واکسینونو د واردولو مخنيوي وشي.
ددې کنټرول په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت جواز وخت يې تېر و سپارښتنه ور ته وشوه چي خپل جوازونه باید نوي کړي. او ترڅنګ يې يوه اندازه تاريخ تېر درمل ورڅخه راټول شول، او همدارنګه سپارښتنې ورته وشوې چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانستلو، د بې کيفيته درملو او واکسینو د پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
