ننګرهار کې د چارتراشو لرګيو سوداګرو سره غونډه وشوه
۲۰ زمری ۱۴۰۱ه.ش
۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدار رئيس مولوی عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې په جلال آباد کې د چارتراشو سوداګرو، د چارتراشو د قاچاق ګډ کمیسون غړو او د کرنې او مالدارۍ خونې مسؤلینو سره ګډه ناسته ترسره کړه.
ناسته کې د کرنې ادارې رئیس د ریاست الوزرا مقام د هدایت په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زیاته يي کړه، چې د هدایت سره سم به د سوداګرو په چارتراشو سټیکر لګول کېږي او په بدل کې به دولت ته مالیه ورکوي، چې د دغه هدایت په پلي کولو سره به د چارتراشو د قاچاق مخنیوي هم وشي.
محمد زیاته کړه، چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې، د هدایت او اصولو خلاف ځنګلونه قطع او په غیر قانوني توګه يې چارتراش قاچاق کړي.
