د کابل په پوهنتون کې د غواګانو د پوستکي ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوی برنامه دائره شوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۹ - ۱۰:۵
د کابل په پوهنتون کې د غواګانو د پوستکي ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوی برنامه دائره شوه

 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د عامې روغتيا وزارت، د کابل پوهنتون او د کابل ښاروالۍ په ګډه د څارويو د پوستکي ناروغۍ (lumpy skin disease) په هکله د کابل په پوهنتون کې د عامه پوهاوی برنامه دائره کړه، چې په دې برنامه کې د اسلامي امارت چارواکو او د کابل پوهنتون استادانو او زده کړيالانو ګډون درلود او ددې ناروغۍ په هکله يې حاضرينوته معلومات وړاندې کړل.
 په دې وروستيو کې ياده ناروغي تر ډېره د هېواد په ختيځو او سوېل ختيځو ولايتونو کې رامنځته شوې ده، چې يوشمېر څاروي په دې ناروغۍ اخته شوي دي او ورسره خلکو ته اندېښنې پيدا شوي دي.
په دې غونډه کې د کابل پوهنتون د وټرنرۍ علومو استاد پوهنوال دکټور اسدالله صمدي، دکرنې وزارت د څارويو دناروغيو د کنټرول آمر دکټور ابراهیم فروتن او د عامې روغتيا وزارت استازی دکټور نصیراحمد استانکزی خبرې وکړې او خلکو ته يې ډاډ ورکړل، چې ياده ناروغي ډېر د اندېښنې وړ ناروغي نه ده ځکه چې انسانانو ته سرايت نه کوي.
دوی وويل، چې ياده ناروغي يواځې په يوشمېر ولايتونو کې د ګوتو په شمېر غواګانو کې ليدل شوی دی، چې د کنټرول وړ او مخه يې نيول کېږي.
دکرنې وزارت د څارويو د ناروغيو د کنټرول آمر دکټور ابراهیم فروتن په دې هکله د ياد وزارت د چمتوالي په هکله خبرې وکړې او ويې ويل:"په دې وروستيو کې ياده ناروغي په يوشمېر غواګانو کې ليدل شوی دی، په همدې موخه دکرنې وزارت په ټولو ولايتونو کې خپلو کارکوونکو ته سپارښتنه کړې ده چې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي ترڅو دوی اندېښمن نه شي، چې په دې لړکې زرګونو کسانوته پوهاوی ورکړل شوې ده، له بده مرغه يوشمېر فرصت طلبه خلک له دې وضعيت څخه په استفادې سره تقلبي  واکسينونه يی په ډېره ګرانه بيه پر مالدارانو خرڅ کړي دي، دا خبره حقيقت نه لري چې ياده ناروغۍ انسانانو ته سرايت کوي، دغه ناروغۍ د حشراتو له لارې غواګانو ته لېږدي چې د مړينې کچه يې ډېره کمه ده".
فروتن زياته کړه، چې دکرنې وزارت په پام کې لري ترڅو د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په همکارۍ په نږدې راتلوکې کې د هېواد په کچه د څارويو د واکسيناسيون کمپاين په لاره واچوي.
دهغه په خبره ددې له پاره چې تر اوسه د يادې ناروغۍ واکسين افغانستان ته نه دی راغلی، په همدې موخه ددې ناروغۍ د واکسين د پيداکولو په پار د ملکروملتونو د خوړو او کرنې ادارې سره خبرې شوي دي او ياده اداره ژمنه کړې ده، چې په دې برخه کې دکرنې وزارت سره هراړخيزې مرستې کوي.
ډاکټر صمدي ددې ناروغۍ د خپرېدو په هکله وويل:" 
ددې ناروغۍ د مړينې کچه يوه سلنه او د خپرېدو کچه يې لس سلنه ده. خوبیاهم خلک بايدد لبنياتو او غوښو په کارونه کې حفظ الصحې ته جدي پاملرنه وکړي، ددې ناروغۍ د کنټرول، وقایې او د خپرېدو د مخنيوي په پار مالداران کولای شي،  چې خپلې څاروي واکسين کړي؛ انتي بیوتیک دې ورکړي، قوی خواړه دې ورکړي، د وريو او وزو د چيچک واکسينونو څخه دې ګټه پورته کړي يوازې ډوز يې بايد پنځه ځلې زياد شي".
ياده ناروغي تر ډېره د لغمان، ننگرهار، خوست او پکتیا په ولايتونو کې ليدل شوي دي، چې نښي يې د غواګانو پړسوب او د وزن کموالی دی

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت