پکتيا کې د اوبو ۶۱ زېرمې جوړېږي

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۹ - ۹:۴۴
پکتيا کې د اوبو ۶۱ زېرمې جوړېږي

د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي په دې ولايت کې د اوبو مديريت او کروندګرو او مالدارونوته د کافي اوبو برابرولو په پار د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د ځمکې او ځنګلونو د‌ تلپاتې مدیریت پروژې له لورې د احمد ابا او سيدکرم په ولسواليو کې د اوبو ۶۱ زېرمې جوړېږي.
د چارواکو په خبره ددغو زېرمو له ډلې څخه يې ۴۸ د سيدکرم او ۱۳ يې د احمد ابا په ولسوالی کې جوړېږي، چې ټولیز ارزښت يې اتلس میلیونه افغانۍ ده او چارې به يې د درو مياشتو په جريان کې بشپړې شي.
د يادو زېرمو د چارو د پيل په موخه د قراردادي شرکت مسولينو او تخنيکي انجنيرانو د د پکتيا دکرنې رياست د طبيعي سرچينو آمر ښاغلي مولوي احسان الله احسان سره د همغږۍ په ناسته کې د کارونو پر پيل او د پروژې په څرنګوالي خبرې وکړې.
ښاغلي احسان د شرکت له مسولينو وغوښتل چې د خپلې چارې په لوړ کيفيت د قرارداد شرايطو ته په کتو سرته ورسوي.
د پکتيا دکرنې رياست د طبيعي سرچينو آمر د يادو پروژو د پلي کولو په پار د هراړخيزو همکاريو ډاډ ورکړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت