هلمند کې د سبو د اصلاح شویو تخمونو د پروسس لړۍ پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۹ - ۱۳:۸
هلمند

۲۹ چنګاښ ۱۳۹۸
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت په څېړنیز فارم کې پر یوشمېر سبو او ترکاریو څېړنې روانې دي. ددې ریاست په خبره ددغو سبو له ډلې یو هم رومي بانجان دي، چې دمورني (breader Seed) تخم تولید او پروسس لړۍ یې پیل شوې ده.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وویل، چې دغه اصلاح شوي تخمونه تر پروسس او تولید وروسته د اصلاح شویو تخمونو تصدۍ او د هغو شرکتونو په واک کې ورکول کیږي، چې د مورنې تخمونو د کرکیلې جواز ولري، ترڅو تکثیر او وروسته د بزګرانو په واک کې ورکړل شي.

ښاغلی الکو وویل، چې د یادو تخمونو ورایټۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر درې کلونو څېړنو وروسته انتخاب شوي دي، چې د لوړ حاصل ترڅنګ ښه خوند او رنګ هم لري او د تجارت وړ دي.

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۷
Background image

د کندهار د ژړۍ ولسوالی څېړنیز فارم کې د نیالګیو قوریه جوړه شوه

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د قدرتي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ د کندهار ژړۍ ولسوالی څېړنیز فارم کې پر ۲. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۲۶
Background image

د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د. . .

بازگشت