پکتیا: د کرنې رییس په مشرۍ سکتوري غونډه ترسره شوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۷ - ۹:۴۵
پکتیا: د کرنې رییس په مشرۍ سکتوري غونډه ترسره شوه


۱۷ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۰ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په مقام کې له سکتوري رياستونو او همکارو برنامو سره سکتوري غونډه د ياد رياست د رئیس ښاغلي الحاج مولوي عبدالروف سعيد په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د سينديزې حوزې رئیس ښاغلي محمد کريم فاتح، د ولايت مقام او اقتصاد رياست استازو، د کرنې رياست آمرينو او د پاملرنې، اړيکو دفتر، سولې ريښې او د ځمکې او ځنګلونو د‌ تلپاتې مدیریت پروژو مسؤلينو پکې ګډون کړي وو.
د غونډې په پیل کې ښاغلي سعيد په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د همکارو برنامو د تېرو کړنو د راپورونو او راتلونکو پلانونو له اوريدنې وروسته د همکارو برنامو له مسولينو وغوښتل، چې د سيلاب ځپلو او Lumpy Skin ويروسي ناروغۍ په برخه کې د مرستو جلبولو هڅه وکړي، همدا راز ښاغلي سعيد زياته کړه چې خپلې راتلونکې پروژې د سکتوري رياستونو سره په همغږۍ او لوړ کيفيت سرته ورسوي.
ورپسې د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړل او خپل راتلونکي پلانونه يې د غونډې له ګډونوالو سره هم شريک کړل.
د يادولو وړ ده چې په راتلونکي کې به د کرنې، مالدارۍ، اوبولګونې، بديل معشيت او نورو برخو کې ځينې پروژې هم پلې شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت