لغمان: د علینګار په ولسوالی کې د شپږو بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او د «AREA» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د علینګار په ولسوالی کې د شپږو بنسټیزو پروژو چارې پیل کړي دي.
د لغمان دکرنې ریاست وایي، چې دغه پروژې، چې د اوبوخور د سیسټمونو تنظیم او د بیکارۍ د کچې ټیټول دي، د علینګار ولسوالی د «ادهار، پړوایي، کنده، سنګر، قلعټک او قصبې» کلیو کې پلي کېږي.
د چارواکو په خبره د دغو پروژو ټولیز لګښت ۷۹ زره امریکایي ډالر ده، چې ۷۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.
د دغو پروژو د پلي کولو موخه د اوبو د مدیریت ترڅنګ خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.
