هلمند کې د خټکیو افاتو او ناروغیو مخنیوی کمپاین ادامه لري

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳۱ - ۱۵:۸
هلمند کې د خټکیو افاتو او ناروغیو مخنیوی کمپاین ادامه لري


۳۱غبرګولی ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۲ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند دنباتاتو د ساتنې دلوی مديريت کارکوونکو له لوري  دخټکيو د افتونو او ناروغیو دمخنیوی پروګرام چې مخکې پیل شوی دی دوام لري.
ددې پروسې له لارې کرونده ګرو ته دخټکیو ناروغیو او افاتو د مخنیوی هر اړخیز معلومات اوپوهاوی ورکول کېږي ترڅو حاصلات یې په کمي او کیفي لحاظ د قناعت وړ وګرځي.
ددې لپاره، چې  په هلمند کې کرونده ګر په دې موسم کې د خټکیو د بېلابېلو ناروغیو له امله زیانمن نشي او د خپلو پالیزونو څخه ښه حاصلات لاس ته راړوي، په همدې موخه به د سیمه ییزو کارکوونکو لخوا بزګرو ته د یادو ناروغیو او افتونو د مخنیوي میخانیکي لارې چارې ښودل دوام ولري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت