هلمند کې د باراني اوبو زېرمه کولو په موخه د دوو ناورونو رغولو چارې پیل شوې
۳۱غبرګولی ۱۴۰۱ ه.ش
۲۲ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه.ق
هلمند چې، پراخې دښتې او ریګي سیمې لري، له پیړیو راهیسې په یادو سیمو کې د باراني اوبو د مهارولو او د اوبو زېرمه کېدو په موخه ناورونه جوړ شوي دي، چې د څو لسیزو راهیسې یاد ناورونه د تخریب، ډکېدو او یا هم د له منځه تلو په حالت کې دي .
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي او د UNODC مؤسسې په مالي همکارۍ د دو لویو ناورونو سروې، چې مخکې ترسره شوې ول دامهال په پلان کې ده، ترڅو یاد ناورونه وروسته له څو لسیزو څخه یوځل بیا ورغول شي، چې د رغولو چارې یې عملاً پیل شوې.
ددې ناورونو په رغېدو سره به په یادو سیمو کې د باران اوبه مهار شي، د ځمکې لاندې اوبه به ډیرې او د مالدارانو د مالونو لپاره د اوبو چمتو کولو ستونزه به ورسره حل شي.
ددې پروژې په پیل غونډه کې، د سیمې قومي مشرانو، مالدارانو او کوچیانو د یادې پروژې پیل څخه خوښي وښودل او ډاډ یې ور کړ چې د چارو له پیل څخه تر پایه پورې به د ولسونو ملاتړ ورسره وي او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
ددې پروژې په تطبیق سره به د ریګستان په سیمو کې د کوچيانو اومالدارانو لپاره د څارويو دڅښاک اوبه زېرمه او دطبي نباتاتو او څړځایونو دبيا رغونې برخه کې به هم ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي .
