د پکتيا ولايت سيمه ييزو چارواکو سره مشورتي ناسته او د ځنګلونو د پرېکېدو او قاچاق د مخنيوي طرحه ارائه کول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۰ - ۱۶:۸
د پکتيا ولايت سيمه ييزو چارواکو سره مشورتي ناسته او د ځنګلونو د پرېکېدو او قاچاق د مخنيوي طرحه ارائه کول


۱۰ ليندۍ ۱۴۰۰ هـ.ش
۲۵ ربیع الثاني ۱۴۴۳ هـ.ق
 دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولوی شمس الدین شریعتي، د پکتيا ولايت دګرديز په ښار کې ديوې ناستې په ترڅ کې ددې ولايت سيمه ييزو چارواکو ته د ځنکلونو دغير قانوني پرېکېدو او قاچاق د مخنيوي طرحه توضيح کړه.
 په دې ناسته کې دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولوی شمس‌الدین شریعتي، د پکتيا والي مولوی محمد علي جان، د ولايت مرستيال شیخ عزیز الرحمان منصور، د ماليې وزارت، کورنيو چارو وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت او استخباراتو رياست استازې او د پکتيا ولايت ولايتي رئيسانو او چارواکو شتون درلود.
مولوی شمس‌الدین شریعتي د هر هېواد د وکړو دژوند ښه والي، پرمختګ او اقتصادي پياوړتيا پر کرنه، سوداګرۍ او صنعت تړلې وبلله او زياته يې کړه: "کرنه، سوداګري او صنعت د هر هېواد د وکړو د معيشيت د ودې زېربنا ده، کرنه د چاپېريال ساتنې، سمسورتيا، ځان بسياينې، د وطن آبادۍ، د هوا د ګګړتيا د کچې په ټيټولو او اقتصادي پياوړتيا په برخه کې ترټولو مهم رول لري، په همدې موخه پکتيا ته راغلي يو چې دکرنې اړوند د يوې اساسي برخې په هکله طرحه تاسو ته وړاندې کړو، ترڅو ددې ملي پانګې د غير قانوني پرېکېدو او قاچاق په مخنيوي کې بريالی شو ، دا طرحه د ځنګلونو د غير قانونې پرېکېدو او قاچاق څخه مخنيوی ده، چې په تېرو کلونو کې په بېرحمانه ډول پرې شوي دي، د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښونې او د کابينې د پرېکړې پر اساس مو طرحه جوړه کړه، ترڅو وکولای شو چې په عمل کې يې پلي کړو".
په دې ناسته کې مولوی شمس‌الدین له خوا ګډونوالو ته طرحه توضيح شوه، ښاغلی شريعتي ټينګار وکړ چې ځانګړې کمېټې دې جوړې او ددې لړۍ نظارت دې وکړي.
دغه راز د پکتيا ولايت يوشمېر رئيسانو خپلې پوښتنې او وړانديزونه وړاندې کړل، چې د ښاغلي شريعتي له خوا د دوی پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.
دوی اعلان وکړ چې همکاريو ته ژمن دي او له دې وروسته اجازه نه ورکوي، چې د هېواد سيمه ييز شتمني پرې شي.
پکتيا د هغو ولايتونو په ډله کې ده، چې ډېره برخه يې ځنګلونه پوښلي چې ډېری هغه ده يې د جلغوزې ځنګلونه دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۱۰
Background image

کابل کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل شو

د کرنې، وزارت له لوري د کابل په بادام‌باغ کې د «نیالګي کېنول، صدقه جاریه ده» تر شعار لاندې د نیالګي کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو. د کمپاین د پیل په مراسمو کې د کرنې، اوبو لګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۱
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۲۵ سرې غواوو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار د اوبو رسولو ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار. . .

بازگشت