کندوز ولایت ته، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینوعمومي رییس سفر

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۳۰ - ۱۰:۴۱
کندوز ولایت ته، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینوعمومي رییس سفر


۳۰ لړم ۱۴۰۰ ه‍. ش 
۱۵ ربیع الثانی ۱۴۴۳ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینوعمومي رییس او مل پلاوي د کندوز ولایت د کرنې ریاست او اړوند پروژو څخه لېدنه وکړه
د طبیعي سرچینو عمومي رییس شیخ محمدعالم لومړی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبرۍ پیغام د غونډې ګډونوالو سره شریک کړ او د یادې ادارې له ترسره شوې کړنو څخه یې د زړه له تله مننه وکړه، ښاغلي عالم زیاته کړه « هر مامور دندي لری، چې په مخلصانه ډول کار وکړي، د وزارت له پروژو څخه په جدي توګه ملاتړ وکړي او د غاصبینو پر وړاندې دې په جدي توګه مبارزه وشي او په هیڅ ډول د خلکو ته اجازه ورنکړل شي، چې ځنګلونه اوعلفچرله منځه یوسي.» ښاغلي شیخ محمدعالم د برنامو او پروژو پر پلي کېدو ټینګاروکړ او اړونده مسولینو ته د لارښونې تر څنګ د هرراز مرستو او همکاري ډاډ ورکړ. 
د غونډې په پای کې د کندوز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي امان الله حسن له مرکزه څخه راغلې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د یادې اداري د کړنو په اړه بشړمعلومات ورکړل او یاد پلاوي سره یې د کارمندانو ستونزې او وړاندیزونه  شریک کړل.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت