د ننګرهار د زیتونو فابریکې څخه د کرنې سرپرست وزیر لیدنه

mail-admin
جمعه ۱۴۰۰/۸/۲۸ - ۹:۵۴
د ننګرهار د زیتونو فابریکې څخه د کرنې سرپرست وزیر لیدنه


۲۸ لړم ۱۴۰۰ هـ.ش
۱۳ ربیع الثانني۱۴۴۳ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عبدالرحمن راشد او د یاد وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی شمس الدین شریعتي ننګرهار ولایت د سفر په ترڅ کې د ننګرهار د زیتونو (وښون) فابریکې څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې په ننګرهار کې د زیتونو فابریکې کارکوونکو د خپلو فعالیتونو او ستونزو په هکله راپور وړاندې کړل او په ننګرهار کې د زیتونو د تولید او پروسس په برخه کې دکرنې وزارت د مشرتابه د لازیاتې پاملرنې غوښتونکي شول.
د ننګرهار د زیتونو فابریکه په هېواد کې د زیتونو له لومړنیو کارخونو څخه دی، چې په تېرو څولسیزو کې یې ارزښتناک فعالیتونه ترسره کړي دي.
د یادې فابریکې سږني تولیدان لس ټنه اچار، ۲۱۰ ټنه تور زیتون او ۱۸ زره او ۴۲۰ لیټره د زیتونو تېل دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت