د ننګرهار د ځنغوزيو سږني حاصلات ډېر شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۵ - ۱۱:۵۷
د ننګرهار د ځنغوزيو سږني حاصلات ډېر شوې


 ۱۵ تله ۱۴۰۰ هـ.ش
۳۰ صفر ۱۴۴۳ هـ.ش
د ا.ا.ا د ننګرهار دکرنې رياست چارواکي وايي، چې ددې ولايت د ځنغوزيو په سږني حاصلاتو کې د پام وړ زياتوالی تر سترګو کېږي.
 د چارواکو په خبره،  په ۱۳۹۹ يم کال کې د ننګرهار د ځنغوزيو  تولید ۶۲۷ ټنه وه، خو سږ کال به د ننګرهار د ځنغوزيو  په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي. د اټکل له مخې دننګرهار د ځنغوزيو  له ونو به سږکال څه باندې ۷۸۳    ټنه حاصل تر لاسه شي.
  دځنغوزيو د غوټو شکولو ۲۲۰ قیچې ګانې وېشل، د ځنګلوالۍ ټولنې جوړول، د راشکولو پر وخت د فني کسانو ګمارنه، د ځنګل دپرېکېدو مخنیوی او په غرنیزو سيمو کې د امنیت شتون د ځنغوزيو د زیاتېدو اصلي لاملونه دي.
د ننګرهار په اتو لسواليو حصارک، شېرزاد، خوګیانو، پچیراګام، ده بالا، کوټ، اچین او سپین غر کې څه باندې ۱۱۶۰۹  هکټاره د ځنغوزيو طبیعي ځنګلونه شتون لري، چې د سیمې په ښکلا، د خلکو اقتصادي ژوند،  هوا او د اقلیم په بدلون کي مثبت رول لري او دغه راز سلګونو بېوزله مېرمنو ته د کار زمينه هم برابره کړې ده.
بايد وويل شي، ننګرهار د هغو ولایتونو له ډلې څخه دی،  چې زیاته اندازه د غوزانو، ځنغوزيو  او نور مېوه لرونکې اوغیر مېوه لرونکې طبیعي ځنګلونه لري، چې له دې ډلې  ۱۸ سلنه یې د ځنغوزيو په ونو پوښل شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۳
Background image

د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د روسیې د حیواني او نباتي روغتیا څېړنیز انستیتوت څخه لیدنه وکړه

۲۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي د روسیې فدراسیون ته د خپل سفر په ترڅ کې د حیواني او نباتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۶
Background image

روسیه مېشتو افغان پانګه‌والو سره د کرنې وزارت د پلاوي لیدنه

۲۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي د روسیې فدراسیون کې له مېشتو افغان پانګه‌والو او سوداګرو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۲۸
Background image

نورستان کې د کرنې سکتور د پیاوړتیا لپاره مهمې ناستې؛ د پروژو شفاف تطبیق، د بزګرانو ملاتړ او د ځنګلونو ساتنه لومړیتوب وبلل شول

۲۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په کچه درې مهمې جلا ناستې ترسره شوې، چې پکې د همکارو مؤسسو ترمنځ همغږي، د راتلونکو. . .

بازگشت