نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

qiam_amin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت لرونکې ډول ډول شات  په بېلابېلو وختونو او فصلونو کې د مچیو روزنکو له خوا راټولیږي، چې د ګڼو خلکو د بوختیاوو تر څنګ یې د شاتو په تولیداتو کې هم رغنده رول لوبولی دی.
دا چې د مچیو روزنې او پالنې لپاره تل د مچیو روزنکي په دې لټه کې وي تر څو داسې یو چاپېریال غوره کړي، چې د مچیو د زورنې لپاره مساعد، اوبو، هوا او اقلیمي شرایط یې برابر وي تر څو وکولای شي په ښه ډول سره د مچیو په واسطه غوره شات راټول کړي.
د شاتو مچۍ خپل خوراک د صحرايي ګلانو لکه د سیچ، سنځلې، سپېلني، عکاسي او دغه راز د شکرو د ونو له پاڼو برابروي او په یو کال کې دوه ځلې حاصل ورکوي.
په همدې موخه نورستان  کې د مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال د هېواد د نورو ولایتونو څخه ډېرو کسانو مچۍ نورستان ته راوړي دي چې دلته یې روزنه وکړي او ترې ښه عسل تر لاسه کړي.
نورستان دافغانستان له ختيځو ولايتونو څخه دى، دا ډېره تاريخي سيمه ده او د جغرافيايي موقعيت له مخې، نورستان غرنۍ سيمه ده.
د نورستان ولايت ډېری برخې دَرې، غرونه او غونډۍ دي، داسې پراخه ځمکه پکې نشته، چې ورته ميدان يا دښته وويل شي، ډېرې کمې کرنيزې ځمکې لري. 
د نورستان ډېرى برخې په ځنګلونو پوښلې دي، کرنيزې ځمکې یې موسمي تولیدات، په ځنګلونو کې يې د زنغوزیو، چهارمغزو، ارچې، نښترو، بلوط، شيشم، ګل بيد، چنار، نيمه چنار او داسې نور هم لري، چې  یاد ولایت ته یې ځانګړي ښکلا وربښلې ده.
یاد ولایت چې د مچیو روزنې لپاره غوره اقلیم لري، په دې وروستیو کې د شاتو مچیو روزنکو ورتګ دې ولایت ته ډېر شوی دی تر څو د غوره چاپېریال څخه په ګټې اخیستنې سره خپلې مچۍ د شاتو د تولید لپاره ځای په ځای کړي.
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې دغبرګولي مياشتې څخه  تر  تلې مياشتې پورې دياد ولايت غرونه او څړځايونه په ډول ډول ګلانو پوښل شوې وي، چې دې ته په کتو  په دې وروستیو کې د مچیو روزنکو ورتګ ډېر شوی دی، چې تر دې مهاله ۴۵۰ د اهلي شاتو مچیو صندوقونه دې ولایت ته ور وړل شوي دي تر څو د لوړ کیفیت موم، ګردي او نور شات د ګلانو او طبیعي بوټو په موسم کې ترې راټول کړي.
دغه راز د نورستان ولایت د کرنې ریاست  چارواکي له مچیو روزنکو څخه غواړي چې د مچیو سکتور د اقتصادي ودې او پراختیا په پار کولای شي چې د غوره شاتو د تولید لپاره خپل مچۍ دې ولایت ته غوره فصلونو کې انتقال کړي تر څو په راتلونکي کې د یاد ولایت او په ټوله کې د هېواد په کچه د شاتو تولیدات زیات کړي. په ورته وخت کې د مچیو روزنکي هم هیله مند دي چې د صندوقونو په لیږد سره به وکولای شي له مچیو څخه په کافي اندازه غرنۍ او نور شات راټول کړي.
افتخار چې له کونړه یې نورستان ولایت ته د شاتو تولید په پار ګڼ صندوقونه راوړي خوښ دی او وایي، چې له فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره وتوانېدو چې خپل دمچیو صندوقونه پر وخت او د ګلانو په فصل کې راورسوو؛ نموړي نور د مچیو روزنکي هم دې ته هڅولي دي تر څو د نورستان غوره اب او هوا څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره خپلې مچۍ راوړي.
افتخار چې له ډېره وخت د مچیو په روزنه بوخت دی وایي، چې د ژوند اړتیاوې له دې لارې پوره کوي او لا هم هڅې کوي تر څو خپل کاروبار وغوړوي، هغه له حکومته غواړي چې د دوی کاروبار ته د لا پراختیا زمینه برابره کړي تر څو د شاتو کاروبار د سیمې په کچه پراختیا ومومي، نموړی د مچیو کاروبار ورځ تر بلې زیاتېدونکی بولي چې خورا په اسانۍ سره ډېریږي او هېوادوال کولای شي له کم کار څخه په لویه کچه کاروبار او عاید تر لاسه کړي.
په نورستان ولایت کې د شاتو مچیو روزنه د یو ښه عاید لرونکي دندې په توګه د پراختیا په حال کې ده، چې په اوس وخت کې یې د روزنې لپاره ښه زمینه مساعده ده او دا مهال په دې ولایت کې یوشمېر کاروباریان د شاتو مچیو روزلو ته د ګلانو په موسم کې مخه کړي، چې دلته یې روزنه وکړي او ترې ښه او د لوړ کیفیت شات لاسه کړي.
د شاتو مچۍ ساتل په افغانستان کې مخینه لري او په دې وروستیو کې یې پرمختګ کړی. افغانستان کې د شاتو له مچیو په دوو فصلونو کې ګټه اخیستل کېږي. د افغانستان سوچه شات په کور دننه او له هېواده بهر په ميليونونه پېرېدونکي لري.
افغانستان کې د بدخشان، تخار، بلخ، هلمند، پنجشير، ننګرهار، پروان، کاپيسا، غزني او هرات ولايتونو شات تر نورو نوموتي شات دي. د شاتو مچيو روزلو لپاره تر ډېره غرنۍ سيمې او هغه سيمې چې پاکه هوا، طبيعي بوټي او ګلان ولري غوره بلل کيږي، چې په يادو سيمو کې د روزل شويو مچيو شات تر نورو ښه کيفيت لرونکي او غوره شات دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت