هلمند کې به دوه زره مټریک ټنه د غنمواصلاح شوي تخمونه تولید شي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۳:۲
هلمند کې به دوه زره مټریک ټنه د غنمواصلاح شوي تخمونه تولید شي

۷ زمری ۱۴۰۰
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د غنمو د اصلاح شویو تخمونو له کروندو څخه به سږکال دوه زره مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولید شي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې په دې ولایت کې د کرنې ریاست او خصوصي سکټور په همکارۍ پر سلګونه جریبه ځمکه د غنمو د اصلاح شوي تخمونو د تولید په موخه د غنمو بېلابېل ډولونه یا ورایټۍ کرل شوې وې، چې له دغو کروندو څخه غنم راټول او پروسس یې بشپړ شوي دي او نمونه اخیستنه یې پیل شوې ده، چې په ترڅ کې به یې نږدې دوه زره مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولید شي.
د هلمند دکرنې رییس دغه راز وویل، چې په دې ولایت کې له نږدې دوه زره مټریک ټنه اصلاح شویو غنمو له ډلې به ۹۱۵مټریک ټنه یې ددې ولایت په بزګرانو او ځمکوالو او پاتې نور به یې یوشمېر نورو ولاییتونو ته ولېږدول شي.
د هلمند دکرنې ریاست د تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کې کار کوي ترڅو له همدې لارې بزګرو ته سالم او ښه کیفیت لرونکي تخمونه ورسوي چې له مخې به یې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۴
Background image

لغمان کې ۵۰ بزګران د اصلاح شوي مۍ (ماش) تخمونو او کیمیاوي سرو له مرستو برخمن شول

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا او د بزګرانو د اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۹
Background image

ننګرهار کې یوشمېر بېوزله کورنیو ته د هګۍ اچوونکو چرګانو مرسته ووېشل شوه

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د نښځو نړۍوالې ادارې او د بشري مرستو صندوق په مالي او د مدیریت، نوښتونو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۴۹
Background image

بغلان کې د خټکیو او هندواڼو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی؛ سږ کال له ۱۵۹ زره مټریک ټنو ډېر حاصل ترلاسه کېږي

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د روان کال په ترڅ کې په دې ولایت کې د خټکیو او هندواڼو په حاصلاتو کې د تېر کال. . .

بازگشت