کابل ښار کې د کانګو تبې په پار د عامه پوهاوی د کمپاین دوام

naim.rezai
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۱۰:۴۶
کابل ښار کې د کانګو تبې په پار د عامه پوهاوی د کمپاین دوام

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی ریاست د کانګو تبې په پار د عامه پوهاوي د پروګرام په لړ کې نن هم دکاپل ښار په یوشمېر سیمو کې د څارویو پلورونکو او پېرېدونکو ته د دې ناروغي په هکله پوهاوي ورکړل.
کمپني، ټانګ لوګر، لاهوري دروازه، د تهیې مسکن نقاش، کوټه سنګي او درالامان هغه سیمې وې، چې وري، وزې او غواوې په کې پلورل کېدو او په یادو سیمو کې د څارویو کاروباریانو او پېرېدونکو ته عامه پوهاوي ورکړل شول.
د کرنې وزارت د حیواني روغتیا او مالدارۍ لوی رییس نورجان ځاځی وویل: «نن راغلي یو، چې د کانګو تبې ویروسي او وژونکي ناروغي، چې د انسانانو او څارویو ګډه ناروغي ده په کله خلکو ته پوهاوي وکړو؛ زموږ دې ورته کمپاینونه د کال په اوږدو کې ادامه لري، څارویو ته دوه ځلې واکسین ورکوو او پرې درمل شیندو، دغه راز خلکو ته پوهاوي ورکوو. تر لوی اختر مخکې زموږ د عامه پوهاوي ګمپاینونه زیاتېږي ترڅو خلک پوه شي. په دې ورځو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې فعالیت لرو، خلکو ته وایو، چې د څارویو د پېر، پلور او ذبحه کولو په وخت له دستکشې، ماسک او ځانګړو جامو ګټه پورته کړي، له خلکو غواړو چې دغو ټکو ته پام وکړي.»
د کانګو تبې په اړه مالومات، د خپرېدو لارې، د اخته کېدو مخنیوی، د ناروغ او د هغو کسانو چې ډېر په خطر کې دي مراقبت، هغه موضوعات وو، چې د عامه پوهاوي په دې کمپاین کې د څارویو پېرېدونکو او پلورونکو سره شریک شول.
نقیب الله څاروي خرڅوي هغه ته هم پوهاوي ورکړل شوه. هغه وویل: «د هېواد له شمالي ولایتونو څخه مې ۱۸ خوسکې پلور ته راوړي دي، نن د کرنې وزارت د مالدارۍ د برخې کارکوونکي راغلي و، د کانګو تبې په پار د پوهاوي پاڼې یې په موږ ووېشل او په هکله یې موږ ته مالومات ورکړل. د څارویو حلالول، او د کانګو تبې د لېږد لارې هغه څه وو، چې موږ پرې پوه شو او خلکو ته هم اطلاع ورکوو.»
یاد کمپاین دکرنې وزارت د عامه پوهاوي د نورو برنامو په دوام په لاره اچول شوې وه، ځکه لوی اختر نږدې ده او خلک باید د قربانۍ پروخت د کانګو تبې د مخنیوي په پار لازمې لارې چارې وپېژني.
د یادونې وړ ده، چې د کانګو تبې په پار د عامه پوهاوي کمپاین د کال په اوږدو کې ادامه لري او دکرنې وزارت د مالدارۍ د برخې کارپوهان په ۳۴ ولایتونو کې مالداران، قصابان او خلکو ته په دې هکله لازمې لارښوونې کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲
Background image

د کرنې وزارت کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې وزارت ۵۰ تنو کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱
Background image

نورستان کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین د یو لړ مراسمو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۵۴
Background image

روسیې ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر او د تخنیکي همکاریو پر پراختیا یې ټینګار

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون ته د. . .

بازگشت