ننګرهار کې د چرګانو روزنې ۱۰۰۰ واړه فارمونه جوړیږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۰ - ۱۶:۲۶
۲۰ چنګاښ ۱۳۹۸ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا د ننګرهار په څلورو ولسوالیو کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰۰۰ بېوزلو کورنیو لپاره د چرګانو روزنې ۱۰۰۰ واړه فارمونه جوړیږي. دغه فارمونه چې هر یوه یې د ۳۰ هګیو چرګانو د روزنې وړتیا لري د ننګرهار ولایت په ګوشتې، دوربابا، کوټ او خوږیاڼو ولسوالیو کې جوړیږي. د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ذبیح‌الله حسن زی وویل، چې ددغو فارمونو د جوړولو لړۍ د ګوشتې له ولسوالۍ څخه پیل شوې، چې په ترڅ کې به یې د ګوشتې، دوربابا، کوټ او خوږیاڼو ولسوالیو ۲۵۰ بېوزلو کورنیو لپاره د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړیږي. ښاغلی حسن زی وویل، چې په دې لړۍ پر دغو ۱۰۰۰ کورنیو په هرې کورنۍ ۳۰ چرګان، دچرګانو باکیفیته خوراکي توکي، چرګانو ته د دانې او اوبو ورکولو لوښې او همداراز یوه اندازه درمل او واکسین وېشل کیږي. د ننګرهار د کرنې رییس زیاته کړه، چې له دې برنامې څخه برخمن شوي کورنیو لپاره د چرګانو د روزنې په برخه کې روزنیز پروګرامونه هم په پآم کې نیول شوي دي. دغه پروژه د بېوزلو کورنیو د خوړو خوندیتوب، اقتصادي ودې او ملاتړ په موخه پلي کیږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس د بغلان د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بغلان ولایت ته د رسمي سفر پر مهال د دغه ولایت له والي سره وکتل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۸
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۲:۰
Background image

هلمند کې د څه باندې ۵.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷.۸ کیلومتره زهکشۍ کانالونو د پاکولو پروژه پیل شوه

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت مرکز اړوند په بولان، ګرشک او سنګین ولسوالیو کې د زهکشۍ کانالونو د پاکولو پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د استازو، د. . .

بازگشت