پر بنوالۍ د ژر پخېدونکو مېوو اغېزې

naim.rezai
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۱۶:۵۵

پر بنوالۍ د ژر پخېدونکو مېوو اغېزې

 

دهقان (بزګر) اوونیزه / نورالله پتمن
افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، چې تازه مېوې یې د مناسب او غوره اقلیم له کبله په نړۍ کې مشهورې او خورا لوړ نوم خپل کړی دی، چې دې لوړ نو د افغان کروندګر او بڼوالانو لپاره د پام وړ پایلې درلودلي دي، ځکه چې د افغانستان اقلیمي شرایط د هغه کرنیزو محصولاتو د تولید لپاره برابر او مساعد دي، چې په کورني او سیمه ییزو بازارونو کې ورته ډېره تقاضا یا غوښتنې شتون لري.
دا چې په هر هېواد کې اقلیمي شرایطو سره سمې میوې او بڼونه کرل کېږي نو افغانستان  هم د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې په بېلابېلو فصلونو کې رنګارنګ مېوې ترې راټولېږي، چې له هغې ډلې یې ځینې ژر پخېدونکي یا زر راسه مېوې دي، چې له نورو مېوو څخه ژر پخېږي او په بڼوالي کې له خورا مهمو تخنیکونو څخه شمېرل کېږي، چې ورسره د مارکېټ او د خلکو ورځینۍ اړتیاوې وخت په وخت سره پوره کېږي.
ژر پخېدونکي( ژر رسې) مېوې یو له مهمو او خورا  لوړ ارزښت لرونکو محصولاتو څخه دي، چې په نړۍ کې ډېری خلک ځانګړي مینه ورسره لري او په رژیم او ورځني مصارفو کې یې تر خپلې وسې پورې کاروي، چې دې مینې او زیات پېر او پلور له امله یې ډېری بڼوال دې ته هڅولي تر څو د نور هغو مېوو چې وروسته پخېږي تر څنګ د ژر پخېدونکو مېوو بڼونه او نیالګي هم جوړ کړي دي، چې د هغې په ډله کې  ګیلاس، زردآلو، انګور، شفتالو، مڼې او نورې مېوې شاملې دي.
ژر پخېدونکي میوې مختلف رنګونه، خوندونه او بویونه لري، چې ځینې یې د شفتالو او زردالو په څېر خوږې  او ځینې یې د ګیلاسو په څیر سرې رنګ او تروشه ذایقه لري او یو شمېر نورې یې په خپل زات کې خپلې ځانګړنې لري، چې د عامو خلکو تر منځ مشهورې دي، چې ټولې میوې یې په خپل زات کې د ویټامینونو بډایه سرچینې دي.
ګیلاس، زردآلو ، انګور، شفتالو، مڼې او یوشمېر نورې مېوې  د خوند، کیفیت او کمیت له پلوه خپلې اغیزې او ډېر ارزښت لري د یاد مېوو ځینې ډولونه ژر پخېږي او پدې کې داسې ډولونه او وریټیانې هم شته چې ورسته پخوالي ته رسېږي. چې په ترڅ کې یې موږ کولی شو غوره او د لوړ کیفیت لرونکي میوې په بېلابېلو فصلونو کې راټول کړو چې دا د بڼوالۍ په پراختیا او د تولیداتو د کچې په لوړېدو کې هم اغېزمن تمامېدای شي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ د برخې یو شمېر کارپوهان هم په پدې اند دي، چې ژر پخېدونکي مېوې چې مخکې له ټاکلي موسم څخه پخېږي، په بڼوالي کې خورا له مهمو تخنیکي لارو چارو څخه شمېرل کېږي، چې ډېری مېوې یې ژ پخېدونکي، منځینۍ پخېدونکي او وروسته پخېدونکي ډولونه لري. او ترکارۍ یې هم همداسې په شنو خونو، تونلونو او نورو کې روزل کېږي، چې دا د ژرپخېدونکو ورایټیو ترویج په بڼوالۍ او په ځانګړې توګه په مېوو او ترکاریو کې د بېو په لوړېدو، د بزګر پر اقتصادي ژوند او د خلکو په روغتیا هم خورا ښه اغېزه لري.
د ژرپخېدونکو مېوو ګټې ځکه نورو مېوو ته زیاتې دي، چې مخکې له اصلي فصل څخه پخوالي ته رسېږي، چې په هغه وختونو کې یې په بازارونو کې کمښت تر سترګو کېږي او بیې یې هم یو څه لوړې وي، ځکه چې د خلکو لېوالتیا ورته ډېره او محصول په مارکېټونو کې په کافي اندازه نه وي، چې دا کولای شي بڼوالو ته ترې ښه عاید په لاس ورشي او له دې لارې خپل تولیدات زیات او بڼوالي پراخه کړي.
باید وویل شي، چې ژر رسه بڼونه ددې ترڅنګ، چې له وخت مخکې بازار ته مېوه وړاندې کوي، د بڼوالو د عوایدو د ودې لامل هم کېږي، ځکه په دې موسم کې بڼوال کولای شي، چې خپل مېوې په ښه بیه خرڅ کړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هم د بڼوالۍ په برخه کې له تېرو څو کالونو راهیسې ګڼې برنامې او پروګرامونه پلي کړي دي، چې له هغې ډلې یې د هېواد په ډېری ولایتونو کې په ګڼ شمېر متراکم او غیرمتراکم مېوه لرونکي او د ژرپخېدونکو مېوو بڼونه د بڼوالو سره په همکارۍ جوړ کړي دي او تر څنګ یې د مېوو ساتنې لپاره زرګونه زېرمتونونه او سړې خونې هم جوړې کړي دي، چې د دې زېرمتونو له لارې ګڼ بڼوال کولای شي، تر څو له دې لارې خپل محصولات له خرابېدو وساتي او د مارکېټ بیې مدیریت  کړي او په بېلابېلو وختونو کې خپل راټول کړي محصولات پکې وساتي.
دا چې مېوې د یو هیواد له مهمو کرنیزو محصولاتو څخه شمېرل کېږي، د کورنیو اړتیاو پوره کولو سربېره، په هېواد کې یو له مهمو او ارزښتناکو صادراتي توکو څخه شمېرل کېږي نو په کار ده، چې د بڼوالۍ له هغو لارو چارو څخه ګټه واخلو چې مېوې یې په بېلابېلو فصلونو کې په لوړ کیفیت سره بازارونو ته وړاندې کړو چې یوه ښه  بېلګه یې د مېوو ژرپخېدونکي ډول یا هم ورایټي ده، چې د مېوو په بېو او مارکېټ خورا ښه اغېزه لري.