جوزجان کې په ۳۷۰ کروندګرو مېرمنو د کورنیو باغچو جوړولو توکي ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۶:۳۴
جوزجان کې په ۳۷۰ کروندګرو مېرمنو د کورنیو باغچو جوړولو توکي ووېشل شوې

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۰
د جوزجان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په ۳۷۰ کروندګرو مېرمنو د کورنیو باغچو جوړولو اړونده توکو کڅوړې وېشلي دي.
دغه کڅوړې، چې په هره کڅوړه کې یې د کورنیو باغچو جوړولو اړوند ۱۳ توکي شامل دي، د شبرغان ښار او د آقچې او خواجه دوکوه ولسوالیو په ۳۷۰ کروندګرو مېرمنو وېشل شوي دي.
د جوزجان ولایت د کرنې ریاست سرپرست شفیق الله تلاش وایي: «وېشل شوې توکي، مېرمنو سره د کورنیو باغچو جوړولو او کرنې په برخه کې مرسته کوي او د یادو توکو په مرسته دوی کولای شي، چې خپلې کرنیزې چارې تنظیم او غوره کرکېله وکړي.» هغه وویل، چې له دغو توکو برخمن شویو مېرمنو ته د کورنیو باغچو اړوند او کرنیزو فعالیتونو په برخه کې روزنې هم ورکړل شوي دي.
د جوزجان دکرنې ریاست سرپرست وایي، چې دمګړۍ د شبرغان ښار او د خواجه دوکوه او اقچې ولسوالیو کې نږدې دوه زره مېرمنې په کرنیزو فعالیتونو بوختې دي.
هغه وویل: «ډېری هغه سابه چې اوسمهال ددې ولایت په بازارونو کې پلورل کېږي، د هغو مېرمنو د زحمت حاصل دي، چې په کرنیزه برخه کې کار کوي.»
له دغو توکو برخمن شوې مېرمنې وایي، چې یادې مرستې د دوی د کورنیو په اقتصادي وده کې له دوی سره مرسته کوي.
د شبرغان ښار د «کهلک» کلي اوسېدونکې حبیبه وایي: «څلور کاله کېږي، چې کرکېله کوم، ګندنه، پالک، ګازرې، شلغم، مرچ او نور ډول ډول ترکارۍ کرم او له همدې لارې عواید ترلاسه کوم.»
دا کروندګره مېرمنه وایي، چې د کرنیزو فعالیتونو له لارې د خپل شپږ کسیزه کورنۍ لګښتونه تامینوي. هغې وویل: «درې لوړنې، یو زوی، انګور او په خپله زه د کرنیزو محصولاتو د پلور له لارې خپل ژوند مخته وړو.»
حبیبه په کورنیو باغچو کې د کرکېلي لارې چارې زده کړې دي او د مخکښو کروندګرو په ډله کې شمېرل کېږي.
د شبرغان ښار د مرغاب کلی اوسېدونکې کروندګره سُمیه بیا وایي، مخکې له دې چې کرنیزو چارو ته مخه کړې د خپلې کورنۍ له غړو خپل لګښتونه تر لاسه کول او تل به خپل مور او پلار ته یې لاس اوږد وه.
هغې زیاته کړه: «نن د خپل اړتیا وړ پیسې په خپله پیدا کوم. له مرخېړیو نیولې بیا د ترکاریو او زعفرانو کرکېلي سره بلد یم او له همدې لارې خپل معیشت تامینوم.»
سُمیه زیاته کړه، چې د سبو کرکېلي ترڅنګ یې د لبنیاتو چمتو کول هم زده کړي دي، او هره میاشت له دې لارې هم ښه پیسې ترلاسه کوي، هغې وویل: «د یوه کال په ترڅ کې ۱۰۰تر۱۵۰ زره افغانۍ عواید لرم، ماته چې یوه نجلۍ یم دا ښه پیسې دي.»
سُمیه خپل محصولات مارکېټ ته رسوي او وایي، چې د خپلو محصولاتو او تولیداتو په پلور کې کومه ستونزه نه لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۸
Background image

کابل کې څه باندې ۴۰۰ مستحقو کورنیو ته د چرګانو او وزو وېش لړۍ پیل شوه

د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغانستان لپاره د کلیو بیاودانولو ادارې «آرآراې‌اې»، په همکارۍ ددې ولایت په خاکجبار او سروبي ولسوالیو کې« په افغانستان کې د اغېزمنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۶
Background image

پکتیا کې د بروسلوز ناروغۍ د مخنیوي لپاره د خصوصي وټرنر ډاکترانو روزنیز پروګرام پیل شو؛ څه باندې ۱۰۰ زره څاروي واکسنېږي

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د بروسلوز ناروغۍ د. . .

بازگشت