سرپل کې د سبو ۳۲۰ کورني باغچې جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۲۱:۵۰
سرپل کې د سبو ۳۲۰ کورني باغچې جوړېږي

۷ چنګاښ ۱۴۰۰
د سرپل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، په دې ولایت کې د ۳۲۰ کورنیو باغچو د جوړېدو خبر ورکوي.
یاد ریاست وایي، چې دغه کورني باغچې د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې (EATS) په همکارۍ جوړېږي.
د سرپل دکرنې ریاست وایي، چې ددغو کورنیو باغچو د جوړولو په پار د روان کال په ترڅ کې د سرپل ولایت په مرکز کې د مېرمنو اقتصادي ځان بسیاینې په پار په ۱۲۰ اړمنو او کروندګرو مېرمنو د اووه ډوله سبو تخمونه چې په کې رومي بانجان، توربانجان، بېنډۍ، پالک، توری، کاهو او پیاز شامل دي وېشل شوي دي.
ټاکل شوې، چې د سرپل ولایت د کلیو په پراختیایي شوراګانو کې په شاملو ۲۰۰ نورو مېرمنو هم د کورنیو باغچو جوړولو په پار د سبو تخمونو د وېش لړۍ پیل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت