ننګرهار کې د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2»فعالیتونه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۹ - ۱۳:۴۲
ننګرهار کې د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2»فعالیتونه

دهقان (بزګر) اوونیزه / نورالله پتمن
د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ «SNaPP2» پروژه په ګڼو برخو کې لکه د خوړو خوندیتوب، د اوبو لګولو شبکې او کانالونه جوړل، د بزګرانو د عوایدو لوړول، خلکو ته کاري زمینې برابرولو او د کلیو بې وزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې د بلخ، هرات او ننګرهار په ولایتونو کې خپلې چارې پیل کړې، چې وروسته يې د خپلو پراخو او اغېزمنو فعالیتونو په پایله کې څلور نور ولایتونه «کابل، لوګر، پروان او بغلان» هم تر پوښښ لاندې راوستل، چې  په ترڅ کې یې له تېرو څو کالونو راهیسې ګڼ فعالیتونه ترسره کړي دي.
د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژه «SNaPP2» د نورو ولایتونو سربېره په ننګرهار کې هم له ۲۰۱۶ کال راهیسې خپل پراخ پراګرمونه پلي کړي دي، چې له هغې ډلې د «اوبولګولو شبکې او کانالونه جوړول، کرنیز ترویج، د مېوه لرونکو ونو د قوریو جوړل او مالدارۍ» په برخه کې خپل فعالیتونه ترسره کوي، چې د یادو فعالیتونو په ترڅ کې ګڼو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
یاده پروژه د ننګرهار ولایت په اړوند ولسوالیو کې د خپلو بېلابېلو فعالیتونو له لارې ګڼې لاسته راونې هم لري، چې د کروندګرو، بڼوالو او مالدارانو له خورا تود هرکلي سره مخ شوي دي.  د ننګرهار په ولایت د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2» سیمه ییز چارواکي وایي، چې د خصوصي سکټور او کرنیزو سوداګرو سره اوږه په اوږه کار کوي تر څو له دې لارې کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ ته وده ورکړي.
ننګرهار کې له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2» سیمه ییز سرپرست مسوول محمد حنیف امیرزی وايي، چې د خپلو فعالیتونو په دوام یې د ننګرهار په کچه ۳۳ سنتي او دوه عصري قوریې، چې د ۴۰۰ زره نیالګیو د تولید وړتیا لري جوړې کړي دي او تر څنګ یې ۱۲۰ قوریه لرونکي هم په بېلابېلو برخو کې روزلي دي او په ورته وخت کې په ۲۸۰ جریبه ځمکه د مېوو لرونکو ونو بڼونه هم کېښودل شوي دي.
سید جاوید د ننګرهار ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د یادې نرسرۍ یوتن برخمن او کارکوونکی دی، هغه د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې له کارونو خوښ دی، چې په عصري توګه یې داسې نرسري ورته جوړه کړې ده، چې په زرګونه نیالګي پکې تر روزنې لاندې دي او ژوند یې ورسره بدلون موندلی دی.
د یادې نرسرۍ کارکوونکي له کرنې وزارت څخه غواړي، چې ورته نرسریو ته دې لا پراختیا وکړي، تر څو په سیمه کې د تصدیقي نیالیګو اړتیاوې راکمې، بڼوالۍ پراخه او له دې لارې د مېوو تولیدات زیات کړي.
په ورته وخت کې یاده پروژه د ترویج په برخه کې هم لاسته راوړنې لري، چې په ترویجي برخه کې د ننګرهار د کرنې ریاست کارکوونکو او نارینه او ښځینه کروندګرو ته ۳۴ روزنیز پروګرامونه په لاره اچول، ۱۹۳۰ نارینه او ښځینه کارکوونکو ته د ولایت او ولسوالیو په کچه د کښت لارې چارې ورښودل، اته زره او ۲۷۰ نارینه او ښځینه وو ته د ۱۸ سرلیکونو لاندې حرفوي زده کړې ورکول، د بهسودو ولسوالۍ د بزګرانو سیمه ییز ښوونځی یا FLRC)) کې لویې شنې خونې جوړول، په بهسودو، کوز کونړ او کامه ولسوالیو کې د بزګرانو سیمه ییز ښوونځي یا FLRC)) جوړول او تجهیز، او دغه راز د دې برنامې تر پوښښ لاندې ولسوالیو کې د نارینه او ښځینه وو کروندګرو لپاره د بزګرانو ښوونځي  ۱۶۵ جلسې په لاره  اچول شامل دي.
د کرنې وزارت اړوند یاده پروژه د مېرمنو د پیاوړتیا او اقتصادي بسیاینې په برخه کې هم پراخ پرګرامونه ترسره کړي دي.
زرمنیه د دره نور په ولسوالۍ کې د کورنۍ باغچې یو برخواله ده، چې له خپلې کروندې څخه یې پنځه زره په شاوخوا کې عاید لاسته راوړی، نموړی خوشحاله ده چې خپل لګښتونه ترې پوره کوي او د کورنۍ باغچې تر څنګ یې نورې اوړندې لارې چارې هم زده کړي دي.
د کرنې وزارت یاده پروژه میرمنو ته د خپلو فعالیتونو له لارې په  ننګرهارکې مېرمنو لپاره اووه کوچني شنې خونې هم جوړې کړي او تر څنګ یې په ۲۳۰  مېرمنو کرنیزې بستې هم وېشلي او له ۷۰۰ کورنیو باغچو څخه ملاتړ د یادې پروژې  نورې کړنې دي.
یاده پروژه د اصلاح شويو تخمونو په برخه کې هم له کروندګرو سره ګڼې مرستې کړي دي، چې له هغې ډلې ۳۱ زره او ۹۵۰ کیلو ګرامه اصلاح شوی د غنمو تخم په ۹۹۶ اړمنو کروندګرو وېشل، اته زره او ۶۰۰ کیلو ګرامه د شولو تصدیق شوی تخم په ۸۶۰ اړمنو کروندګرو وېشل، یو زرو ۳۸۲ اړمنو بزګرانو لپاره پنځه زره او ۳۵۰ کیلو ګرامه د دو رګه جوارو تخمونو وېش، دوه زره او ۵۵۹ نارینه او ښځینه ووکروندګرو ته د سبو تخمونه ورکول، ۸۴ اړمنو بزګرانو ته د وریجو ۴۲۰ کیلو ګرامه تصدیق شوی تخمونو وېشل، د وریجو ۵۱۰ کروندګرو ته د شلو د کرنیزو وسایلو ورکړه، د وريجو د عصري کرکیلي یا د کتار په بڼه (ریپا) په برخه کې اووه زره د شولو کروندګرو ته روزنه ورکول نورې هغه کړنې دي، چې د تېرو څو کالونو په اوږدو کې کروندګرو ته ترسره شوي دي.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژه «SNaPP2» د اوبولګولو په برخه کې هم ګڼ شمېر کانالونه جوړ کړي دي.
د ننګرهار په ولایت کې د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2» د چارواکو د مالوماتو له مخې په یاد ولایت کې ۲۲ د اوبولګولو کانالونه هم جوړ شوي دي، چې ګنې کرنیزې ځمګې ترې خړوبې او د اوبو د ضیعاتو مخه ورسره نیول شوې ده، چې له  هغې ډلې یو هم د جیرن او صواتي کانالونه دي، چې د جیرن کانال رغنیزې چارې بشپړې او د صواتي کانال چارې راونې دي.
د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2»  سیمه ییز چارواکي وایي، چې د جیرن کانال په جوړېدو سره د اوبو د ضعیاتو مخنیوی شوی او د کروندګرو د کښت هغه ځمکې چې له اوبو څخه محرومې وې ترې اوبه کېږي او تر څنګ یې زرګونه کورنۍ په نېغه او نانېغه توګه ترې برخمنې شوي دي. همدا راز د یو شمېر کانالونو رغنیزې چارې هم ګړندۍ راونې دي.
د یادو پروژو څخه برخمن شوي او د سیمې اوسیدونکي هم پلي شویو پروژو ته ځکه خوښ دي، چې له اوبو څخه پاتې کرنیزې ځمکې یې په جوړېدو سره خړوبې، د سیمې د زرغونتیا لامل، کاري بوختیاوې ورسره زیاتې او د پاکو اوبو ستونزې یې راکمې شوي دي.
همداراز له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژه د مالدارۍ په برخه کې هم یو شمېر فعالیتونه تر سره کړي دي، چې له هغې ډلې د علوفې د درې زره ۳۲۰  کیلوګرام تخمونو وېش، د شېدو لوشلو ۶۰۰ کڅوړې مېرمنو ته ورکړه، د ۲۱۰ قطع کوونکو ماشینونو وېش، د شېدې ټولولو له درو مرکزونو ملاتړ، یوزر ۶۰۰ مالدارانو ته په بېړنیو حالاتو کې ۸۰ ټنه د څارویو خوراکي توکي ورکول،  او د لبنیاتو د پراختیا په برخه کې ۶۰۰ مېرمنو ته روزنه ورکول د مالدارۍ په برخه کې د یادې پروژې فعالیتونه دي، چې د تېرو څو کالونو په اوږدو کې یې تر سره کړي دي.
دغه راز یاده پروژه خصوصي سکټور سره هم همکارۍ کوي، چې له هغې برخې د ګنیو پروسس له دوو  او د ممپلیو له یو مرکزونو څخه ملاتړ کول او ۵۳۲ کروندګرو ته د حاصلاتو له راټولو څخه وروسته د کرنیزو وسایلو وېش د ترسره شویو فعالیتونو بله برخه ده.
د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژه «SNaPP2» د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو له پراختیایي پروژو څخه ده، چې د کرنې وزارت په چوکات کې خپل پلان شوي فعالیتونه د اړوندو ولایتونو د کرنې ریاست سره په همغږۍ ترسره کوي، چې د کرنې پراختیا نړیوال مرستندویه صندوق« IFAD» له خوا تمویلېږي

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۲۰
Background image

د ننګرهار بټي کوټ کې د ١.٨ میلیونه افغانیو په لګښت د یو زابر د کېندلو چارې پیل شوې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو میلیون ،٨٤٧ زره او ٦٠٠ افغانیو پراختیایي بودیجې په مرسته د ننګرهار د  بټي کوټ ولسوالی د چهاردهي په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت پلاوی د پختې د بیو د ټیټوالي د ارزونې په پار کندز ته سفر وکړ

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پختې د بیو د ټیټوالي د علتونو د معلومولو او د بزګرانو د تاوان د مخنیوي په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو کاري پلاوی د غلو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

دهلمند بولان څېړنیز فارم کې د غنمو د تجربو او مورني تخمونو د تولید بهیر پیل شو

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  دکرنیزو چارو آمریت اړوند د څېړنو مدیریت مسئولینو د بولان څېړنیز فارم په سیمه کې د غنمو د نوو. . .

بازگشت