د کرنې وزیر د بلاروس غیر استوګن سفیر سره وکتل

content_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۳:۴۳
د کرنې وزیر د بلاروس غیر استوګن سفیر سره وکتل

۸ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي، په افغانستان کې د بلاروس غیر استوګن سفیر اولیګ ایوانف سره د خپل کار په دفتر ک وکتل.
په دې کتنه کې د بلاروس غیر استوګن سفیر لومړی، د منځنۍ اسیا او قفقاز هېوادونو د استازو په شتون کې د صادراتو، وارداتو او اقتصادي همکاریو د پرختیا د څرنګوالي په پار د هغه غونډې په پار چې په راتلونکې جون میاشت کې په تاجکستان کې په لاره اچول کېږي، د کرنې وزیر ته مالومات وړاندې کړل.
د بلاروس غیر استوګن سفیر د کرنې له وزیر څخه وغوښتل چې، د راتلونکې میاشت غونډې ته د کرنې وزارت څخه یو تخنیکي پلاوې واستوي.
دغه راز په دې غونډه کې، دکرنې وزیر بلاروس سره د اقتصادي اړیکو او همکاریو د پراختیا په پار ټینګار کړ او زیاته یې کړه، چې د افغانستان او بلاروس ترمنځ اقتصادي راکړه ورکړه دمګړۍ دکال ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۸:۴۸
Background image

پکتیکا کې د جلغوزیو د لس سلنې محصول د راټولولو بهیر تر څارنې لاندې دی

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د پکتیکا د کرنې ریاست د جلغوزیو د ودې او پراختیا له عمومي مدیر سره یوځای د سروبي، ارګون او. . .

بازگشت