د ننګرهار د غنمو سږني حاصلات به نږدې ٢۰۰ زره ټنه وي

content_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۱۵:۵۱
د ننګرهار د غنمو سږني حاصلات به نږدې ٢۰۰ زره ټنه وي

۴ غبرګولی ۱۴۰۰
د ننګرهاردکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې په دې ولایت کې د غنمو لو پیل شوی دی، چې د اټکل له مخې دیاد ولایت د غنمو سږني حاصلات به نږدې ٢۰۰ زره ټنو ته ورسېږي.
د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله صافی وایي، چې سږکال ددې ولایت په ۶۸زره او ۸۶۰ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي دي، چې له دغو کروندو څخه به د اټکل له مخې ۱۹۲ زره او ۴۶۹ مټریک ټنه  غنم ترلاسه شي.
انعام الله صافی وایي، چې تېر کال یې په  ننګرهار کې د  غنمو ٦٥٢ ټنه اصلاح شوي تخمونه ویشلي، چې ورسره سږ کال په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالې راغلې او ترڅنګ یې د کتار په ډول د غنمو د کرکېلي دودول، د ناروغیو او افاتو په تړاو عامه پوهاوي، د اوبخور د مناسبو وختونو پیژندنې په اړه بزګرانو ته روزنه او په نورو برخو کې بزګرانو ته روزنه ورکول ددې لامل شوي، چي په حاصلاتو کې زیاتوالی راشي.
باید وویل شي، چې تېر کال د ننګرهار په ۶۹ زره او ۲۶۲ هکټاره ځمکه غنم کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه څه باندې ۱۹۰ زره او ۹۰۱ مټریک ټنه غنم ترلاسه شوې وه .

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۵
Background image

نورستان کې سلګونو اړمنو بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اې‌وای‌اس‌او» مؤسسې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۳۰
Background image

ننګرهار کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ او د کرنې وزارت په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د غنمو ننداریزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۴
Background image

د روزګان خاص روزګان ولسوالی کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ، د «ان‌ارسي‌سي» مؤسيسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوالې ادارې په مالي همکارۍ، د روزګان. . .

بازگشت