د هلمند د شفتالو حاصلات ډېر شوي دي

naim.rezai
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۱:۳۴
د هلمند د شفتالو حاصلات ډېر شوي دي
۱۴ غویی ۱۴۰۰
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د شفتالو حاصلات زیات شوي او د کمیت او کیفیت له پلوه یې مېوه ښه ارزول شوې ده.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت په ۱۳۲ هکټاره ځمکه کې د شفتالو بڼونه جوړ شوي دي، چې په في هکټار د ۱۵ ټنه حاصلاتو په اټکل سره ددې ولایت د شفتالو سږنۍ حاصلات به ۱۹۸۰ مټریک ټنه وي.
ښاغلی الکو وویل، چې په ۱۳۹۹یم کال کې شاوخوا په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې د مېوو نوي بڼونه په دې ولایت کې جوړ شوي دي، چې زیاته برخه یې د شفتالو بڼونه دي.
د هلمند د کرنې رییس وایي، بزګرو ته عامه پوهاوی ورکول، د ناروغیو میخانیکي مخنیوی، ښه هوا او له بڼونو څخه په فني توګه څارنه او ساتنه هغه عوامل دي، چې ددې ولایت د شفتالو حاصلات زیات شوي او پر وخت بازار ته وړاندې کولو ته چمتو شوي دي.
د هلمند د کرنې اداره هلې ځلې کوي، چې د هلمند کورني محصولات پیاوړي کړي، بزګر په پښو ودروي او ددې ولایت د کرنیزو محصولاتو د کمیت او کیفیت کچه لوړ کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۸
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۲:۰
Background image

هلمند کې د څه باندې ۵.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷.۸ کیلومتره زهکشۍ کانالونو د پاکولو پروژه پیل شوه

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت مرکز اړوند په بولان، ګرشک او سنګین ولسوالیو کې د زهکشۍ کانالونو د پاکولو پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د استازو، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۰:۵۶
Background image

کندهار کې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت لوی چکډېم جوړ شو؛ د وچکالۍ د اغېزو کمولو او ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو په‌پار مهم ګام

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت په کښته شاولیکوټ ولسوالۍ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د ۱۸ میلیونه، ۴۸۳ زره او ۳۷۳ افغانیو. . .

بازگشت