ننګرهار کې به یوزرو ۴۳۸مټریک ټنه د غنمواصلاح شوي تخمونه تولید شي

content_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۵:۲۸
ننګرهار کې به یوزرو ۴۳۸مټریک ټنه د غنمواصلاح شوي تخمونه تولید شي

۷ غویی ۱۴۰۰
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د غنمو د اصلاح شویو تخمونو له کروندو څخه به سږکال یوزرو ۴۳۸ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولید شي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انعام الله صافی وایي، چې په دې ولایت کې د کرنې ریاست او خصوصي سکټور په همکارۍ پردوه زره او ۳۸۱ جریبه ځمکه د غنمو د اصلاح شوي تخمونو د تولید په موخه د غنمو بېلابېل ډولونه یا ورایټۍ کرل شوي دي، چې له دغو کروندو څخه به یوزرو ۴۳۸ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولید شي، چې ددې ډلې څخه به پنځه مټریک ټنه مورنۍ تخم د ننګرهار څیړنیز مرکز، ٧٠ مټریک ټنه بنیادي او ١٣٦٣ مټریک ټنه تصدیقي تخمونه د خصوصي سکتور له لورې تولیدېږي.
د ننګرهار دکرنې رییس دغه راز وویل، چې په دې ولایت کې د یوزرو ۴۳۸ مټریک ټنه اصلاح شویو غنمو له ډلې به ۸۰۰ مټریک ټنه یې ددې ولایت په بزګرانو او ځمکوالو او پاتې نور به یې یوشمېر نورو ولاییتونو ته ولېږدول شي.
د ننګرهار دکرنې ریاست د تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کې کار کوي ترڅو له همدې لارې بزګرو ته سالم او ښه کیفیت لرونکي تخمونه ورسوي چې له مخې به یې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت