تېرکال نږدې ۷۴ زره ټنه ګلپي راټول شوي

content_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۷:۰
تېرکال نږدې ۷۴ زره ټنه ګلپي راټول شوي

۵ غویی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او مالوماتو ریاست شمېرې ښيي، چې تېرکال د هېواد په کچه نږدې ۷۴ زره ټنه ګلپي راټول شوي دي.
د ګلپیو ډېری کروندې، د هرات، بلخ، لغمان، ننگرهار، بامیان، کندهار، سرپل، خوست، کونړ، تخار او بدخشان په ولایتونو کې دي.
په ټولیزه توګه د هېواد په کچه تېرکال په درې زره او ۶۸۷ هکټاره ځمکه ګلپي کرل شوې وه.
څېړنو ثابته کړې چې د ګلپي معدني مواد او په ټوله کې غذایي ارزښت یې د دې لامل کېږي چې د انسان د بدن ټول ويټامینونه پوره کړي؛ ټیامین، ریبوفلاوین، نیاسین، پانټوټنیک، اسید، کلسیم، اوسپنه، مګنزیم، فاسفور، پټاشیم او مګنيزیم د ګلپي معدنې مواد او ويټامینونه دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۸:۴۸
Background image

پکتیکا کې د جلغوزیو د لس سلنې محصول د راټولولو بهیر تر څارنې لاندې دی

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د پکتیکا د کرنې ریاست د جلغوزیو د ودې او پراختیا له عمومي مدیر سره یوځای د سروبي، ارګون او. . .

بازگشت