پکتیکا کې صحرایي ملخانو پر وړاندې د مبارزې په پار د عامه پوهاوی لړۍ پیل شوی دی

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۶:۹
پکتیکا کې صحرایي ملخانو پر وړاندې د مبارزې په پار د عامه پوهاوی لړۍ پیل شوی دی

۱۸ وری ۱۴۰۰
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په پنځو ولسوالیو «سروضه، مټاخان، اورګون، یوسف خېل او مرکز» کې د ملخانو د احتمالي راتګ د مخنیوي او صحرایي ملخانو سره د مبارزې په پار بزګرانو ته د عامه پوهاوي لړۍ پیل کړی دی. د عامه پوهاوي دا لړۍ د پکتیکا ولایت مرکز شرنې څخه پیل شوی دی.
د پکتیکا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د عامه پوهاوي په دې لړۍ کې به د یادو ولسوالیو ۸۰۰ بزګران د ملخانو د کنټرول میکانیزم، د صحرایي ملخانو پېژندنه، د جرونو یا کندو کېندل، د صحرایي ملخانو اصلي منشا پیداکول او درملو استعمال په اړه به وروزل شي.
د عامه پوهاوي یاد پروګرام به 10 ورځې دوام ولري او په راتلونکې کې به نورو هغو سیمو ته چې، ددې ډول ملخانو تر تهدید لاندې وي هم وغځول شي.
صحرایي ملخان په هر وخت او هر فصل کې پیداکېږي او هر ډول نباتاتو او بوټو ته زیان اړوي. صحرایي ملخانو په تېرو کلونو کې په ځینو ولسوالېو کې بزګرانو ته زیانونه اړولې وه نو ځکه د پکتیکا د کرنې ریاست سږ کال مخکې له دې، چې بزګرانو ته یاده ستونزه پیداشي د خپلو متخصصینو پر مټ وقایوي پروګرامونه په لاره اچولي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۸:۵۹
Background image

د کرنې وزیر: افغانستان له ازبیکستان سره د کرنیزو همکاریو او ګډې پانګونې پراختیا ته چمتو دی

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په تاشکند کې د وچې په منځ کې د راګېر هېوادونو، د خوړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون 

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې. . .

بازگشت