د پکتيا پنځو ولسوالیو کې صحرایي ملخانو پر وړاندې د مبارزې په پار د عامه پوهاوی لړۍ پیل شوی دی

naim.rezai
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۳:۲۳
د پکتيا پنځو ولسوالیو کې صحرایي ملخانو پر وړاندې د مبارزې په پار د عامه پوهاوی لړۍ پیل شوی دی

۱۶ وری ۱۴۰۰
د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په پنځو ولسوالیو «ځاځى اريوب، ډنډپټان، روحاني بابا، زرمت او مرکز» کې د ملخانو د احتمالي راتګ د مخنیوي او صحرایي ملخانو سره د مبارزې په پار بزګرانو ته د عامه پوهاوي لړۍ پیل کړی دی. د عامه پوهاوي دا لړۍ د پکتيا ولایت په يادو پنځو ولسوالیو کې پیل شوی دی.
د پکتيا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د عامه پوهاوي په دې لړۍ کې به د یادو ولسوالیو ۸۰۰ بزګران د ملخانو د کنټرول میکانیزم، د صحرایي ملخانو پېژندنه، د جرونو یا کندو کېندل، د صحرایي ملخانو اصلي منشا پیداکول او درملو استعمال په اړه به  وروزل شي.
د عامه پوهاوي یاد پروګرام به  10 ورځې  دوام ولري او په راتلونکې کې به نورو هغو ولسوالېو ته چې، ددې ډول ملخانو تر تهدید لاندې وي هم وغځول شي.
 صحرایي ملخان په هر وخت او هر فصل کې پیداکېږي او هر ډول نباتاتو او بوټو ته زیان اړوي.  صحرایي ملخانو په تېرو کلونو کې په ځینو ولسوالېو کې بزګرانو ته ستر زیانونه اړولې وه نو ځکه د پکتيا کرنې ریاست سږ کال مخکې له دې، چې بزګرانو ته یاده ستونزه پیداشي د خپلو متخصصینو پر مټ وقایوي پروګرامونه په لاره اچولي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۹
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې کروندګرو ته د نباتي افتونو د مخنیوي عملي روزنه ورکړل شوه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د بوټوساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو د خپلو دوامداره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۳
Background image

فاریاب ته د ازبېکستاني پلاوي سفر او د افغان-ازبېک بڼ څځه لیدنه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ازبېکستان د کرنې مرستیال وزیر ابدذکروف جمشید په مشرۍ د ازبېکستان یو پلاوی، چې افغانستان ته په رسمي سفر راغلی و، د فاریاب ولایت د خان‌چارباغ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۹
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره وکتل

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، دخپل کارپه دفتر کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له. . .

بازگشت