د بیني‌حصار فارم کارکوونکي د یاد فارم د تولید زیاتوالي په موخه روزل کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۹ - ۱۶:۵۱
د بیني‌حصار فارم کارکوونکي د یاد فارم د تولید زیاتوالي په موخه روزل کېږي

۹ وری ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه اميري، دکابل د بیني‌حصار د غوا روزنې له فارم څخه دلیدني پر مهال وویل، چې د تولید زیاتوالي په پار د یاد فارم کارکوونکي روزل کېږي.
ښاغلی اميري، چې د بیني‌حصار فارم د فرصتونونو، ستونزو او ننګونو د ارزونې په پار یاد فارم ته تللی و زیاته کړه، چې په دې فارم کې باید دشېدې تولیدات ډېر شي او دې موخې ته د رسېدو په پار ددې فارم کارکوونکي باید وروزل شي.
د بیني‌حصار فارم د کرنې وزارت له مهمو فارمونو څخه دی، چې د لبنیاتو د تولید په برخه کې مهم رول لري.
اوسمهال په دې فارم کې ۱۱۸غواوې ساتل کېږي، چې له دې ډلې، ۳۴ یې شېدې ورکوونکې غواوې دي. هره غوا په منځنۍ کچه د ورځې ۲۰ لیټره شېدې ورکوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت