په ۱۳۹۹یم مالي کال کې د اوبولګولو د برخې کړنې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳ - ۱۴:۳۴
په ۱۳۹۹یم مالي کال کې د اوبولګولو د برخې کړنې

دهقان (بزګر) اوونیزه
د کرنې وزارت له اوږدمهالو موخه څخه یو هم داده، چې وکولی شي د اوبولګولو د سیسټمونو د پیاوړتیا، بیارغونې او جوړونې له لارې د کال ۵۰ زره هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راولي. د ۹۹یم مالي کال په ترڅ کې د کرنې وزارت د یوزر او ۳۷۸ کیلو مترو کانالونو او اوبولګولو شبکو په بیارغونې او رغونې سره توانېدلی دی، چې ۹۷زره او ۳۶۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو ترپوښښ لاندې راولي. دغه راز په دې کال کې ۳۱ زره او ۵۰۶ متره محافظتي دېوالونه یې جوړې کړي دي او دهېواد په بېلابېلو سیمو کې د څلور زره او ۲۵۹ هکټاره ځمکو د تخریب د مخنیوي په پار یې ګبیوني چارې ترسره کړي دي.
دغه راز د غور، میدان‌وردګ، پکتیا، دایکندي، بغلان، کونړ، بادغیس، پنجشیر، زابل، تخار، ننگرهار، هلمند، کابل، غزني، پکتیکا، خوست، فراه، ارزگان، کندهار، هرات، بلخ، لوگر، پروان او کابل په ولایتونو کې د اوبولګولو د ۱۲۱ شبکو د جوړنې او بیارغونې چارې نږدې ۸۹ سلنه بشپړې شوي دي. په ورته وخت کې د کندز، تخار، بدخشان، ننګرها او جوزجان په ولایتونو کې د ۴۳۵ فرعي کانالونو درغونې او بیارغونې چارې ښه پرمخ تللي دي. د اوبولګولو د ۹۹ کانالونو ۳۵ سلنه چارې له تېر لمریز کال څخه پاتې وه او د ۳۳۶ نورو کانالونو د رغونې او بیارغونې چارې په ۱۳۹۹یم مالي کال کې پیل شوې. په ټولیزه توګه په ۱۳۹۹یم کال کې ددغو کانالونو د رغونې او بیارغونې چارې ۸۵ سلنه پرمخ تللي دي. په ورته وخت کې په تېرمالي کال کې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د اوبولګولو ۴۷ شبکې جوړ او دغه راز د ۱۲۵ نویو کانالونو چارې بشپړې شوې.
دغه راز په درو ولایتونو کې ۱۸ ابرېزې جوړې شوي دي او د غور، سمنګان او کندهار په ولایتونو کې د اوبوګرځولو د ۸۰ خاورینو بندونو د جوړلو چارې بشپړې شوي دي. د سمنګان، کندهار او غور ولایتونو د ابرېزو په سیمو کې د ۱۴زره او ۹۷۴ مترمکعب چکډمونو (محافظتي بندونو) او د اوبو وړو زېرمو د جوړولو چارې بشپړې شوې او د اوبولګولو د ۲۱ شبکو د جوړولو چارې پیل شوې. د یادو شبکو رغنیزې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي دي.
په همدې توګه د ۹۹ یم مالي کال په ترڅ کې د اوبولګولو د ۱۵۶ کانالونو د رغونې او بیارغونې چارې نږدې ۴۸ سلنه پرمخ تللي، چې دمګړۍ یې هم رغنیزې چارې روانې دي. د ننګرهار او جوزجان په ولایتونو کې هم د یوزر او ۵۹۰ متره محافظتي دېوالونو رغنیزې چارې روانې دي.
دغه راز په ۹۹یم مالي کال کې د دایکندي، پکتیا، بلخ، سمنگان، بغلان، نورستان، ننگرهار، کونړ، لغمان، هرات، غور، خوست، پکتیکا، ارزگان، کندهار او بادغیس په ولایتونو کې د اوبولګولو د ۱۲۱ کوچنیو ابرېزو د جوړولو چارې هم ښه پرمخ تللي دي. د ۱۱ آبرېزو نږدې ۳۷ سلنه چارې له تېرکال څخه پاتې و او د ۱۱۰ ابرېزو چارې سږکال پیل شوې. په ټولیزه توګه ددغو ابرېزو چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوي دي.
د ۱۳۹۹یم مالي کال په ترڅ کې د لوګر، خوست، پکتیا او جوزجان په ولایتونو کې د بڼوالۍ او کرنیزو فعالیتونو په پار د اوبو د ۱۷ زېرمو چارې پیل شوې، چې رغنیزې چارې یې نږدې ۹۰ سلنه بشپړې شوي دي.
د باران اوبو زېرمه کولو په پار د اوبو ۱۲۰ زېرمې جوړول
د کابل پکتیا، بلخ، سرپل، سمنگان، تخار، ننگرهار، کونړ، لغمان، هرات، غور، خوست، پکتیکا، ارزگان، کندهار، بادغیس او زابل په ولایتونو کې د باران د اوبو زېرمه کولو په پار د ۱۲۰ خاورینو زېرمو جوړول او دغه راز د کابل، دایکندي، پکتیا، بلخ، سرپل، سمنگان، بدخشان، تخار، فاریاب، ننگرهار، کونړ، لغمان، غور، خوست، پکتیکا، ارزگان، بادغیس او زابل په ولایتونو کې ۲۰۰ کوچني چکډمونه جوړول هم د کرنې وزارت د ۱۳۹۹یم مالي کال په برنامه کې شامل و، خو په یادو برخو کې لاسته راوړنه نه لري.
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د ۱۳۹۹یم مالي کال په ترڅ کې د اوبولګولو په برخه کې د خپلو فعالیتونو او کړنو په پلي کولو سره توانېدلی دی، چې په اوبیزو کرنیزو سیمو کې ۲.۵ سلنه زیاتوالی راولي. د اوبولګولو د کانالونو او شبکو د رغونې، بیارغونې او د اوبولګولو د سیسټمونو د پیاوړتیا په برخه کې د پرمختګونو ترڅنګ، په هېواد کې د اوبو د بندونو او د اوبولګولو د سترو زېرمو د کموالي له وجې هېواد په دې برخه کې مناسبه پرمختیا ته نه دی رسېدلی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت