کندهار کې د نیالګیو اېښودو کمپین پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۱۵:۷
کندهار کې د نیالګیو اېښودو کمپین پیل شو

۲۷ سلواغه ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د نیالګیو اېښودو کمپین د کندهار والي روح الله خانزاده، د کرنې رییس سیدحفیظ الله سیدي، سیمه ییزو چارواکو او د خلکو استازو په شتون کې پیل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کندهار والي روح الله خانزاده، د کندهار ولایت له اوسیدونکو غوښتنه وکړه، چې په دې کمپین کې برخه واخلي ترڅو هېواد مو زرغون او د سولې، ورورۍ او اخوت پیلامه شي.
د کندهار والي وویل: «د کندهار ولایت د زرغونتیا او سمسورتیا په پار دې ټول کندهار یان هلې ځلې وکړي، نیالګي دي کېنوې او او پر وخت یې پالنه وکړي.
په همدې حال کې د کندهار د کرنې رییس سیدحفیظ الله سیدي وویل، ددې لپاره چې کندهار یو ګرمسېر ولایت دی، د نیالګیو اېښود لړۍ په کې د سلواغې په میاشت کې پیل او د کب تر پایه ادامه لري.
ښاغلی سیدې وویل، چې ددې کمپین په ترڅ کې د کندهار د کرنې ریاست له خوا د ښار په بېلابېلو برخو کې ۱۲۰ زره نیالګي اېښودل کېږي او ترڅنګ یې د کندهار په اوو ولسوالیو کې د ۳۰۰ جریبه نویو بڼونو جوړولو په پار هم پر بڼوالو نیالګي وېشل کېږي.
حفیظ الله سیدې وویل،چې سږکال د کندهار دکرنې ادارې له خوا د ۱۲۰ زره نیالګیو سربېره د خصوصي سکټور په نرسریو کې نږدې یو میلیون نیالګي تولید او پر بزګرانو او بڼوالو د وېش په پار چمتو شوي دي.
د کندهار ولایت د کرنې ریاست ددې ولایت له خلکو غواړي، چې په دې کمپین کې ونډه واخلي او د ونو او نیالګیو ساتنې او څارنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت