د هلمند په قوریو کې څه باندې یو میلیون او ۲۵۰ زره نیالګي روزل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۳ - ۱۲:۱۲
د هلمند په قوریو کې څه باندې یو میلیون او ۲۵۰ زره نیالګي روزل شوې

۲۳ سلواغه ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بڼونو جوړولو او زرغونتیا په پار هلې ځلې کوي، چې په ترڅ کې یې سږکال دیاد ولایت په خصوصي او دولتي قوریو کې څه باندې یومیلیون او ۲۵۰ زره ډول ډول نیالګي روزلي او د نیالګیو اېښودو په کمپین، چې موده مخکې پیل شوی دی، اېښودل کېږي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د یاد یومیلیون او ۲۵۰ زره نیالګیو له ډلې یو میلیون نیالګي یې د خصوصي سکټور په مرسته او ۲۵۰ زره نیالګي یې د هلمند دکرنې ریاست له خوا په دولتي قوریو کې روزل شوې، چې د هلمند ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې به کېښودل شي.
زلمی الکو وویل، چې له دولتي قورویو څخه به ځمکوالو او بزګرانو ته ۵۸ زره او ۲۰۰ نیالګي ورکړل شي.
د ښاغلي الکو په خبره سږکال د هلمند په نهرسراج، نادعلي، ګرمسېر او ناوې ولسوالیو کې دمېوو ۴۰۰ جریبه بڼونه هم جوړېږي، چې په ټولیزه توګه به په دغو بڼونو کې ۲۵ زره او ۶۰۰ نیالګي کېښودل شي.
زلمی الکو زیاته کړه، چې د یادو کړنو ترڅنګ سږکال د بېرې ۶۰ زره نیالګي هم په ځنګل کې کېنول کېږي، چې د شاتو مچیو روزنکو ته د اسانتیا ترڅنګ په هلمند کې د بیرې شات تولید او د شاتو مچیو د فارمونو د پراختیا لامل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت