د کرنې وزیر د نړیوال بانک د چارواکو او د یاد بانک تر تمویل لاندې پروژو په خبرو کې، د بڼوالۍ د ودې په پار «EATS» پروژې ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۱۴:۸
د کرنې وزیر د نړیوال بانک د چارواکو او د یاد بانک تر تمویل لاندې پروژو په خبرو کې، د بڼوالۍ د ودې په پار «EATS» پروژې ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه

۲۰ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د نړیوال بانک او د یاد بانک تر تمویل لاندې پروژو د شپږو میاشتو پنځه ورځنۍ غونډه افتتاح کړه.
په دې غونډه کې د نړیوال بانک د استازو ترڅنګ، د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې «EATS» رییس فهیم رحیم و د یادې پروژې یوشمېر نورو چارواکو هم شتون درلود، او په یاده پروژه کې د ګمارنې او فزیکي پرمختګونو، د کار پر وړاندې د احتمالي ننګونو او د ننګونو پر هل لارو خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د کرنې وزیر د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې «EATS» د ملاتړ په پار له نړیوال بانک څخه مننه وکړه او وویل، چې یاده پروژه د کرنې او بڼوالو لپاره مهم اوحیاتي دی او د هېواد د اړتیاوو شرایطو ته په کتو رامنځته شوی دی.
ښاغلی احدي دغه راز وویل، دې ته په کتو چې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه د نړیوال بانک له خوا پای ته رسېدلې ده، زموږ غوښتنه داده، چې د «EATS» پروژه دې د بڼوالۍ ودې ته چې دکرنې وزارت له خوا یوه برخه ورته جوړه شوې ده ځانګړې پاملرنه ولري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت