د کرنې وزیر د «Roots of peace» ادارې د بازارموندنې مسوول سره وکتل؛ د تولیداتو د بازارموندنې پر اړتیاوو خبرې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۴ - ۱۶:۴۵
دیدار وزیر زراعت با رییس بخش زراعت نهاد «Roots of peace»: صحبت روی ضرورت بازاریابی برای حاصلات زراعتی

۱۴ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي دخپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د «Roots of peace» ادارې د بازارموندنې د برخې مسوول، جان هادو سره وکتل او دواړو خواوو د افغانستان دکرنیزو محصولاتو پر بازارموندنې او اسټانډارډ کولو خبرې وکړې.
د «Roots of peace» ادارې د بازارموندنې د برخې مسوول د هېواد د ښه تولید او کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې په برخه کې خپل د ملاتړ اعلان وکړ او وویل، چې یادې ادارې د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې او اسټانډارډ کولو په برخه کې کار کوي، ترڅو د افغانستان کرنې لپاره غوره بازار رامنځته شي.
وروسته دکرنې وزیر کرنیزو محصولاتو لپاره د بازارموندنې پر اړتیاوو او د دغو حاصلاتو د بازار ښه والي په پار پر نړیوال زمینه سازی ټینګار وکړ.
باید وویل شي، چې د «Roots of peace» د بازارموندنې اداره د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې «CBARD» د بازار موندنې مسوولیت لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت