دترکيې له سفير سره دکرنې وزير کتنه: دکرنې په برخه کې دترکيې دهمکاريو پر څرنګوالي خبرې اترې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۸ - ۱۶:۳۵
ملاقات وزیر زراعت با سفیر ترکیه: گفت‌وگو درباره‌ی چگونه‌گی همکاری‌های ترکیه در بخش زراعت

۸سلواغه ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي دخپل کار په دفتر کې، په افغانستان کې دترکيې سفير اوغوزخان ارتغرل سره وکتل. دواړه دافغانستان دکرنې په برخه کې دترکيېې پر کرنيزو همکاريو خبرې وکړې.
دترکيې سفير له افغانستان سره دخپل هېواد دکرنيزو همکاريو اعلان وکړ او وويل، چې دوی پر کرنه تمرکز لري. په افغانستان کې د ترکيې سفير وويل، چې تر دې مخکې دکرنې په برخه کې د دواړو هېواډونو ترمنځ هوکړه ليک شتون درلود او غوښتنه کوو چې يوه کمېټه دې، دا هوکړه ليک څخه بياکتنه وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کرنيزې اړيکې پياوړي شي.
په همدې توګه دکرنې وزير وويل، ښه داده چې د دواړو خواوو اجنډا مشخص او د اغېزمنتوب پر اساس ولاړه وي. ښاغلی احدي وويل، بايد روښانه شي چې له کومه يې پيلوو او خپلې اړيکې چېرته ورسوو. ښاغلی احدي وويل، چې افغانستان د کرنيزو تجهيزاتو، ماشين الاتو او دکرنې عصري کولو په برخه کې دترکيې همکاريو ته اړتيا لري.
دغه راز دبورسيو وړاندې کول او دکارکوونکو وړتياوې لوړول دترکيې له سفير سره په دې ليدنه کې دکرنې وزير نورې غوښتنې وې.
دکرنې وزير وويل، چې دکرنې وزارت تمرکز پر بڼوالۍ ده او موږ په دې برخه کې دترکيې دهمکاريو غوښتونکي يو.
وروسته دترکيې سفير وويل، چې دافغانستان توليدات ښه کيفيت لري، خو په دې برخه کې دوې ستونزې شتون لري، چې يو يې بسته بندۍ او بل يې اسټانډارډ کول دی. دترکيې سفير ژمنه وکړه، چې دکرنيزومحصولاتو دکيفيت معلومولو ديو لابراټوار په تجهيز کې افغانستان سره مرسته کوي.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۸:۴۸
Background image

پکتیکا کې د جلغوزیو د لس سلنې محصول د راټولولو بهیر تر څارنې لاندې دی

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د پکتیکا د کرنې ریاست د جلغوزیو د ودې او پراختیا له عمومي مدیر سره یوځای د سروبي، ارګون او. . .

بازگشت