دکرنې وزیر: سروبي د سبو او بڼوالۍ لپاره ښې وړتیاوې لري

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۸ - ۹:۴
دکرنې وزیر: سروبي د سبو او بڼوالۍ لپاره ښې وړتیاوې لري

۷ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ ته په سفر کې، د یادې ولسوالۍ د پراختیایي شوراګانو له چارواکو، مخورو او یوشمېر اوسیدونکو سره په کتنه کې وویل، چې د سروبي ولسوالۍ د سبو کرکېلي او بڼوالۍ لپاره ښې وړتیاوې لري.
ښاغلی احدي وویل، چې سروبي دکابل ښار ته نږدې او ډېرې کرنیزې ځمکې لري. هغه وویل: «د کرنې په برخه کې د سروبي ولسوالۍ وړتیاوو ته په کتو باید په دې ولسوالۍ کې د سبوکرکېلي او مېوو بڼونو جوړولو باندې ډېر تمرکز ووشي.»
په همدې حال کې، د سروبي ولایت د پراختیایي شوراګانو چارواکو، قومي مخورو او ددې ولایت یوشمېر اوسیدونکو، د کرنې وزیر ډاکټر انوارالحق احدي سره په کتنه کې، د کرنې له وزیر څخه وغوښتل چې په دې ولسوالۍ کې لاډېرې پروژې پلي شي. په دې لیدنه کې یادو چارواکو وویل، چې پراختایي پروژې په انډولیزه توګه نه پلي کېږي او د کرنې له وزیر څخه د دوی غوښتنه دا وه، چې کرنیزې پروژې دې باید انډولیزې پراختیا په کتو په پام کې ونیول شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت