د مالدارۍ سکټور خوندیتوب او پراختیا؛ پکتیکا کې یې په پار هڅې چــټکې شوي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۱۵:۱۴
د مالدارۍ سکټور خوندیتوب او پراختیا؛ پکتیکا کې یې په پار هڅې چــټکې شوي

۶ سلواغه ۱۳۹۹
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ولایت د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او وضعیت د لا ښه کېدو په پار یو لړ پراګرمونه او برنامې تر سره شوي دي.
د پکتیکا د کرنې ریاست د چارواکو په وینا د یاد ولایت په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې د مالدارۍ سکټور په پار ګڼې برنامې پلي کړي دي، چې له هغې ډلې، په مرکز شرنه او ۱۶ ولسوالیو کې د ډول ډول څارویو وقایه او درملنه، په ۱۰ مرکزونو کې د مصنوعي القاح له لارې د شېدو غواوو د نسل اصلاح، د حیواني محصولاتو د کنترول په موخه دوامداره څارنه، عامه پوهاوی، د ګانګو ناروغۍ د مخنیوي په پار د دوا پاشي پروګروام پلي کول، دبرسلوز او طاعون ناروغۍ دوقایې په پار د واکسینونو پلي کول او ګڼ نور فعالیتونه هغه څه دي، چې د پکتیکا د کرنې ریاست له خوا مالدارنو ته د ښو خدمتونو په پار ترسره شوي دي.
د پکتیکا د کرنې ریاست ددې ولایت د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په پار هڅې کوي تر څو په یاد ولایت کې د مالدارۍ سکټورخوندي، د ناروغیو کچه ټیټه، د څارویو محصولات ډېر او د مالدارنو شته ستونزې راکمې کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت