متحده عربي اماراتو ته د صادراتو د زیاتوالي په پار د کرنې وزارت او سوداګرو ګډه غونډه

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۴:۴۱
نشست مشترک میان وزارت زراعت و تاجران جهت افزایش صادرات به امارت متحده عربی

۱سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري د افغانستان د خونو فدراسیون له ډلې، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د مېرمنو د سوداګرۍ او صنایعو خونې، د صنعت او سوداګرۍ خونې چارواکو او دغه راز یوشمېر سوداګرو سره متحده عربي اماراتو ته د صادراتو د زیاتوالي پر څرنګوالي خبرې وکړې.
ښاغلی غفوري غونډې ته په وینا کې وویل، ددې غونډې موخه داده، چې څنګه کولی شو سږکال اماراتو ته د صادراتو کچه څو برابره زیات کړو. حشمت الله غفوري له هغو سوداګرو سره چې متحده عربي اماراتو ته کرنیز محصولاتو صادروي، د هوایي دهلیز او ځمکني ټرانسپورت په برخه ې د دوی د ستونزو او دغه راز د پروسس، بسته بندۍ، سرټیفکېټونو او د مېوو اوسبو سټنډرد کولو په برخه کې پر شته ستونزو او ننګونو خبرې وکړې.
ښاغلی غفوري وویل، لومړی باید هغه کرنیز محصولات چې د متحده عربي اماراتو د مارکېټ غوښتنې دي، ورته لومړيتوب ورکړل شي او په دې برخه کې د اوږد مهالو موخو په پار له بزګرانو سره کار ووشي.
حشمت الله غفوري وویل، هغه ۱۳ کرنیز توکي، چې کولی شي د متحده عربي اماراتو د مارکېټ غوښتنې ته ځواب ورکړي، باید په جدې توګه پرې کار ووشي.
په دې غونډه کې سوداګر، پانګوال او د سوداګرۍ خونو چارواکو، د هوایي دهلیزونو له لارې د محصولاتو د صادراتو په پار د امکاناتو د نه شتون خبره کوي او وایي، په مناسبو فرصتونو کې نه شي کولی چې خپل محصولات صادر کړي. دوی وویل، چې د هوایي دهلیزونو چارواکي سم کار نه کوي او دوه ګوني چلند لري.
امارات د افغانستان کرنیزو محصولاتو لپاره ښه بازار دی او له څو کالو را په دې خوا د افغانستان یوشمېر بڼوالۍ او کرنیز محصولات متحده عربي اماراتو ته صادرېږي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۲۶
Background image

کندهار کې د شاتو تولید بې‌ساری زیاتوالی؛ د پسرلي په موسم کې ۴۴.۴ ټنه شات تولید او بازار ته وړاندې شو

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې د روان ۱۴۰۵ کال د پسرلي په موسم کې په دې ولایت کې د شاتو تولید د تېر کال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۲۱
Background image

د کرنې وزیر په بهرنیو چارو کې د هند د دولت له وزیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هند د بهرنیو چارو او نساجۍ وزارت له مرستیال وزیر، پبیترا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۲۰:۲۱
Background image

د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د اغېزمن تطبیق په موخه د عامه. . .

بازگشت