پروان ته د کرنې وزیر سفر: د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۱۶:۴۴
پروان ته د کرنې وزیر سفر: د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۳۰مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، پروان ولایت ته د خپر سفر په ترڅ کې، په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړونده پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل.
په هغه غونډه کې، چې ددغو پروژو د ګټې اخیستنې په پار جوړه شوې وه، د پروان والي فضل‌الدین عیار، د ولایتي شورا رییس عبدالشکور قدوسي او د پروان ولایت یوشمېر سیمه ییزو چارواکو ګډون درلود.
د کرنې وزیر د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو له ډلې د نمونې په توګه د بګرام په ولسوالۍ کې یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارله او په هکله یې وویل: «د پروان په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې ۱۵۴ ممیزخونې، د پیازو ۲۰۰ زېرمتونونه، د کچالو ۳۵ زېرمتونونه او د مڼو ۱۲ صفر درجې سړې خونې جوړې او ترڅنګ یې پر یوشمېر کروندګرو د مېوو او سبو ۳۰ لمریز وچوونکي دستګاوې هم وېشل شوي دي، چې نن یې د پرانیستې شاهدان یو.»
د کرنې وزیر زیاته کړه: «دا پروژې د خلکو خوښ دي، ځکه دا مرستې عامو خلکو ته رسېدلي دي، زموږ موخه داده، چې یاد پروګرام ته دوام ورکړو، تر هغه چې معیاري سړې خونې جوړېږي، له دغو سړوخونو څخه ګټه پورته کولی شئ.»
په همدې حال کې د پروان والي فضل الدین عیار هم د یادو پروژو له پلی کېدو څخه مننه او قدرداني وکړه او وویل: «په همدې شرایطو کې، چې خلک له بیکارۍ او بې وزلۍ کړېږي داسې پروژې پلي کول زیاتې ګټې لري، تر دې مخکې خلک په خلاصه فضا کې خپل ممیز ساتل، چې د انګورو بڼوال له زیانونو سره مخ کېدل، ځکه د دوی مېوې د باران له و جې خرابېدل، خو دا پروژې خلکو لپاره ځانګړې ګټې لري.»
د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې ۴۳۱ بېلابېلې پروژې چې په کې ممیزخونې، د مېوو سړې خونې او د پیازو او کچالو زېرمتونونه جوړول او د مېوو او سبو لمریز و چوونګي دستګاوې شامل دي پلي کړي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت