کونړ کې د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار هڅې چټکي شوي

naim.rezai
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۸ - ۱۳:۳۰
کونړ کې د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار هڅې چټکي شوي
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په یاد ولایت کې د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار هڅې چټکې شوي دي.
د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د ځنګلونو د بیارغونې،پراختیا ، خوندیتوب او ترڅنګ یې د ابرېزو او د نیالګیو د تولید او وېشلو برخه کې ګڼ پراګرامونه پلي کړي دي، چې د هغو له ډلې یې منډه کول او سالار باغ قوریو کې چې ۱۰۶زره نیالګي وېش ته چمتو شوې وه، ۹۶زره نیالګي یې پر ملکي او نظامي ادارو، ټولنو او د ځنګلولی پر کمېټو وېشل شوي دي.
دغه راز په ورته وخت کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۷زره او ۱۷۰ چهارمغز نیالګیو اېښودنه، د اوبو کوچني حوضونه او چکډمونه جوړول، د توافقي او تکثیري قطعاتو اېښودل، د ځنګلولی ۶۴ټولنو ته د جوازلیکونو ورکړه، خلکو ته عامه پوهاوی او ګڼې نورې چارې هغه څه دي، د یاد ولایت د کرنې ریاست له خوا ددې ولایت د ځنکلونو د بیارغونې او پراختیا په پار ۱۳۹۹یم کال کې تر سره شوي دي.
د کونړ د کرنې، ریاست له خوا د دې ولایت د ځنګلونو، څړځایونو او طبیعي سرچینو د ساتنې، رغونې او پراختیا په موخه هڅې کړندي شوي تر څو یادې برخې ته لا پراختیا وکړي.
د کونړ دکرنې ریاست د سیمې اوسیدنکي، بزګران، مالداران او کوچیان هڅوي ترڅو پخپلو سیمو کې د طبعي ځنګلونو، څړځایو او دولتي ملکیتونو ساتنه وکړي او دغو سرچینو څخه په قانوني توګه ګټه پورته کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۷
Background image

د کندهار د ژړۍ ولسوالی څېړنیز فارم کې د نیالګیو قوریه جوړه شوه

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د قدرتي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ د کندهار ژړۍ ولسوالی څېړنیز فارم کې پر ۲. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۲۶
Background image

د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د. . .

بازگشت