له ونو سره خواخوږي ووسئ

mail-admin
له ونو سره خواخوږي ووسئ

اوس چې، په ساړه موسم کې یو. د کورونو تودول د ډېرو لوګیو د ایجادولو لامل کیږي. په دې حال کې کوم شي، چې په فجیعانه ډول زیانمنیږي، هوا او چاپېریال دي.
بل زیانونه چې تر ډېره  په کلیوو کې د ژمي په مسوم کې طبیعت ورسره مخامخیږي، د سون توکو لپاره د ونو پرې کول دي.
د یو مسوولیت منونکی هېوادوال په صفت باید د لوګیو د تولید د کچې په ټیټولو کې مرسته وکړو او ترڅنګ یې زموږ د سږو د اکسیجن د تامینوونکي په صفت ښه داده، چې باید له ونو سره خواخوږی او مهربانه ووسو.
ونه د طبیعت د ښکلا تر ټولو غوره ملاتړ کوونکی دی. دغه راز د ودانۍ او زرغونتیا الګو او د ژوند، د هوا د پاکوالي او دخلکو د سوکالۍ او ارامتیا او د طبیعت د پاکوالي او ښکلا لامل دی.
له ونو پرته ژوند او طبیعت، دواړه ناانډوله او بدرنګه کېږي. د انسانانو په ژوند او د طبیعت په صحنه کې د نو او ځنګلونو شتون، د ښکلا، ښادۍ، زرغونتیا، سوکالۍ، پاکۍ او طراوت لامل کیږي.
ونې او نیالګي د ځمکې نبض دي او د انسانانو او حیواناتو او حتا د یوشمېر ګیاوو د حیات اصل دي، ځکه چې نیالګي او ونې د سیمې د ګازاتو له ډلې کاربن ډای اکسایډ او د اکسیجن تولید، چې د انسانانو او حیواناتو له اساسي اړتیاوو څخه دی، د انسانانو د ژوند د دوام او د طبیعت د چرخې د سلامتیا لامل کېږي. د نیالګیو کموالۍ او د ځنګلونو له منځه وړل په ځانګړې توګه د لوګیو او ماشیني ژوند په دې عصر کي، د انسانانو او حیوانانو د نسل د انقراض لامل کېږي.
د ونو او نیالګیو پاڼې او ښاخونه د څارویو او کله ناکله د انسانانو د تغذیې مهمه برخه جوړوي او د انسانانو د مصرفي غوښو په تولید کې(له ګیاوو څخه د حیواناتو په تغذیې سره) لومړنی ونډه لري. نیالګي او ونې کولای شي، چې د کرنیزو خاورو د فرسایش مخه ونیسي او د سېلابونو راوتو په صورت کې د کرنیزو ځمکو د خوندیتوب لامل شي.
دهقان (بزګر) اوونیزه / د بزګر خبرې
تر ټولو مهمه دا چې، نیالګي د آب‌وهوا په بدلونونو او د دوی ترمنځ د اعتدال په رامنځته کولو کې رغنده رول لري. د ځنګلونو رامنځته کول او پراختیا نه یوازې دا چې د اوبو او هوا پر لړۍ اساسي اغېزې لري، ترڅنګ یې د الوتونکو، څارویو او نورو اهلي او وحشي حیواناتو په حشر او نشر او په ټوله کې د طبیعت د چرخې په تعادل کې رغنده ونډه لري.
د ونو او نیالګیو رېښې او سیورې، د هغو ګیاوو د خوندیتوب او ودې په برخه کې، چې په خپله نه شي کولای د اوبو د جذبولو لپاره خپلې رېښي د ځمکې اعماقو ته ورسوي او یا په ګرمو موسمونو کې د لمر د مستقیمو وړانګو ځواک او تحمل ونه لري  او یا د تندو بادونو او بارانونو پر وړاندې د مقاومت توان ونه لري، رغنده اغېزې لري.
د مني په موسم کې د ونو له پاڼو او ښاخونو بزګران او بڼوال هم لازمې ګټې پورته کوي.
د مني په موسم کې د ونو له رژېدلو پاڼو څخه کولی شو چې «سره» متراکمه سره، چې توره خاوره (کرنیزه خاوره) نومیږي جوړ کړو. دا ماده د خاورې په واسطه د اوبو د ساتنې کچه لوړوي.
ونه، نیالګي او په ټوله کې ځنګلونه د ونو د پاڼو او ښاخونو په ملتیا سره د بادونو د سرعت کچه ټيټوي او رېښې یې خاوري خوندي ساتي او د خاورې د فرسایش مخه نیسي. د ځنګلونو په منځ کې د ارامې هوا له وجې تبخیر ډېر لږ دی، او د خاورې د وچېدو ګواښ چې د فرسایش د پیل مهمه برخه دي، له منځه ځي. یادو ټولو موضوعاتو ته په کتو، غواړو ووایو چې د لوګیو په تولید کې د ونډې نه اخسیتو ترڅنګ، باید ونې پرې نه کړو. د ونو پرېکول زموږ او زموږ د ماشومانو د ژوند درېښو پرېکول دي.