دبڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژه د تل زرغون (سټروسو) ۱۹۹ بڼونه جوړوي ۱۸ مرغومې ۱۳۹۹ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په څلورو ولایتونو کې، د تل زرغون (یاسټروسو) متراکم بڼونه جوړوي، چې ددغو بڼونو د جوړولو چارې د اسیایي پراختیایي بانک په ملاتړا

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۸ - ۱۵:۳۹
دبڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژه د تل زرغون (سټروسو) ۱۹۹ بڼونه جوړوي ۱۸ مرغومې ۱۳۹۹ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په څلورو ولایتونو کې، د تل زرغون (یاسټروسو) متراکم بڼونه جوړوي، چې ددغو بڼونو د جوړولو چارې د اسیایي پراختیایي بانک په ملاتړاو د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې له لارې پر مخ وړل کیږي. ددغو متراکمو بڼونو جوړول، د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې (HVCDSP)یو له برنامو څخه دی، چې د ۱۴۰۰ام مالي کال په پلان کې یې په پام کې نیولی دی. دغه بڼونه تر ډېره

ط۱۸ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په څلورو ولایتونو کې، د تل زرغون (یاسټروسو) متراکم بڼونه جوړوي، چې ددغو بڼونو د جوړولو چارې د اسیایي پراختیایي بانک په ملاتړاو د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې له لارې پر مخ وړل کیږي.
ددغو متراکمو بڼونو جوړول، د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې (HVCDSP)یو له برنامو څخه دی، چې د ۱۴۰۰ام مالي کال په پلان کې یې په پام کې نیولی دی.
دغه بڼونه تر ډېره په هغو ولایتونو کې چې د سټروسو ونو لپاره مناسبه اوبه او هوا لري جوړيږي. په همدې موخه ددغو بڼونو جوړولو په پار د ننګرهار، لغمان، خوست او کونړ ولایتونه ټاکل شوي دي.
د اسیایي پراختیا یي بانک (ADB) په تمویل او د کرنې وزارت له خوا د سټروسو د ۱۹۹ جریبه متراکمو بڼونو له ډلې ټاکل شوې، چې ۵۰ جریبه یې په ننګرهار، ۵۰ یې په کونړ، ۴۹جریبه یې په لغمان او ۵۰ جریبه یې په خوست کې جوړ شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت