میدان وردګو کې د کانګو تبې د مخنیوی کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۶ - ۱۵:۳۸

 

۲۶ غبرګولی ۱۳۹۸

د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د کانګو تبې «CCHF» د مخنیوی په موخه کمپاین پیل شو.

د دې کمپاین په لړ کې به د میدان وردګو ولایت مشکوکې سیمې، څاروی او دڅارویو د اوسیدلو ځایونه (غوجلې) دواپاشي کیږي او ترڅنګ یې پر مالدارانو د حفظ الصحې کڅوړې هم وېشل کيږي ترڅو دیادې ناروغۍ دمخنیوي په موخه ورڅخه کار واخلي. د دې ترڅنګ د کانګو تبې د مخنیوی په موخه خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکول وکیږي.

کانګو تبه وېروسي ناروغي ده، چې حشرې، خځندې او یا څاروي یې انسانانو ته لېږدوي.

ددې کمپاین له پلي کولوڅخه د کرنې وزارت او همکارو نهادونو موخه د کانګو تبې پر وړاندې د څارویو او انسانانو خوندي کول دي.

د کانګو تبه په څارویو او انسانانو کې یوه ګډه ناروغي ده، چې ډېری وخت له څارویو څخه انسانانو ته لېږدي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت