د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د اجراآتو ارزونې نویو لارو چارو په موخه روزنیز پروګرام په لاره واچول شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۱۰:۴
کارگاه آموزشی کارشیوه جدید ارزیابی اجراآت کارکنان خدمات ملکی تدویر یافت

۱۵ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسیون سره په هغږۍ، د ملکي خدماتو د کارکوونکو د اجراآتو ارزونې نویو لارو چارو په موخه درې ورځنۍ  روزنیز پروګرام په لاره اچولی دی.
د ملکي خدمتونو د اجراآتو ارزونې په نویو فورمونو کې د حساب ورکوونې او د دندو خوندیتوب په موخه انډول په پام کې نیول شوی دی. ددې فورم پر اساس، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د کړنو د ارزونې په نويو لارو چارو کې، د ملکي خدمتونو په ادارو کې د مکافاتو او مجازاتو اصل منطقي او د کړنو پر بنسټ کیږي، هېوادوالو ته د چوپړتیاوو وړاندې کول، په مسوولیت، روڼتیا او ځواب ورکوونې سره باید تر سره شي او په دولتي بنسټونو کې د نوښت کلټور پراختیا ومومي. د نیو لارو چارو پر اساس، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو روزنیز او پراختیایي وړتیاوې او اړتیاوې په سمه توګه تشخیص او د ملکي خدمتونو مامورین اړ کیږي، چې د خپلو د ندو د لایحې څخه هاخوا فعالیتونه او کړنې تر سره کړي.
په دې ورزنیز پروګرام کې د کرنې وزارت د بشري سرچینو ریاست او ددې وزارت د بېلابېلو ریاستونو ۶۰ تنه کارکووني ګډون لري. په دې روزنیز پروګرام کې پر خپل وخت ارزونې، د ارزونې مستند کول، د ارزونې پروخت له مادون سره د آمرینو د کړنو څرنګوالي او دغه راز د سلیقه یي ارزونو مخنیوي په هکله ګډونوالو ته روزنه ورکول کیږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۵
Background image

کندهار کي د توتو حاصلاتو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، په کندهار کي د توتو د حاصلاتو له رسېدو سره ګڼو کسانو ته د کار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۴
Background image

میدان وردګو کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد. . .

بازگشت