هلمند د ځان بسیاینې پر لور؛ په یاد ولایت کې د چرګانو فارمونه مخ په زیاتېدو دي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۸ - ۱۴:۴۱
هلمند د ځان بسیاینې پر لور؛ په یاد ولایت کې د چرګانو فارمونه مخ په زیاتېدو دي

۸ مرغومې ۱۳۹۹
په هلمند کې د چرګانو روزنې فارمونو وده کړې او په دې وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې دچرګانو ۱۱۹ فارمونه جوړ شوي، چې له دې ډلي ۶۳ فارمونه یې د خصوصي سکټور له خوا نوي جوړې شوي دي.
د چرګانو روزنې دغه شمېر فارمونه د هلمندولایت په بېلابېلو څنډو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او خصوصي سکټور په ګډې همکارۍ جوړې شوي دي.
دهلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د چرګانو فارمونو د ودې او پراختیا په پار یې هڅې چټکې کړي دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دې ولایت کې د چرګانو روزنې او تولید په پار یې هڅې پیل کړي دي چې دا مهال په یاد ولایت کې شاوخوا ۱۱۹ د چرګانو روزنې فارمونه شتون لري، چې له دې ډلې یې ۶۳ فارمونه د خوصوصي سکتور له لارې نوي جوړ شوي، چې د اټکل له مخې تر ۵۶۱ زره او ۳۲۰ پورې غوښین چرکوړي او چرګان پکې روزل کیږي، چې دغه فارمونو په هرو ۴۵ ورځو کې شاوخوا یوزرو ۱۲۲ مټریک ټنه غوښه تولیدوي.
په ورته وخت کې د هلمند د کرنې ریاست لخوا په دې ولایت کې په چرګانو بوختو کاروباریانو ته د چارو د همغږۍ، اغېزمنتوب او چټکتیا په موخه یوه ګډه ټولنه هم جوړه کړې ده، چې تر ډیره یې په چارو کې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.
باید وویل شی،چې د کرنې وزارت په دې ولایت کې د چرګانو روزنې د پراختیا په پار ګڼې برنامې پلي کړي، چې په دغو برنامو کې د چرګانو روزنې فارمونه جوړول، د چرګانو فارم لرونکو ته روزنیزې برنامې په لاره اچول،  پر چرګانو روزونکو د چرګانو روزنې اړونده توکي وېشل او دوی ته اسانتیاوې برابروي شامل دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت